بنګله دېش: وسله والو پر یوه رستورانت حمله کې ۳۵ تنه برمته کړي

د بنګله دېش امنیتي ځواکونه وایي چې دوی په مرکز ډاکه کې د ۳۵ برمته شویو د خوشي کېدو لپاره عملیاتو ته چمتو کېږي.

یرغملو په ډاکه کې پر یوه رستورانت برید وکړ، لږ تر لږه دوه پولیس یې ووژل او ۳۵ تنه یې برمته کړل.

امنیتي ځواکونو تېره شپه څو ساعته له یرغملو سره د خبرو هڅې وکړې خو څه نتیجه یې ورنه کړه.

پولیس او عیني شاهدان وایي چې اته نهه تنو اله اکبر نارې وهلې او د ګلشن په سیمه کې یې د هالي ارتسین پر رستورانت د شپې د نهو بجو خواته حمله کړه.

ګلشن سیمه یوه ډیپلوماټیکه مېنه ده.

داسې باور کېږي چې برید کوونکي ټوپک او لاسي بمونه لري او مخکې تر دې چې رستورانت ته ورشي څو ساعته یې له پولیسو سره ډزې تبادله کړې.

د رستورانت یو کارکونکی چې تښتېدلی دی، یوه سیمه ییز تلویزیون ته یې وویل چې شاوخوا شل تنه مراجعین په رستورانت کې وو چې اکثر یې بهرنیان دي او له پنځلسو تر شلو پورې د رستورانت خپل کارکوونکي دي.

د اسلامي دولت ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی او ویلي یې دي چې ۲۴ تنه یې وژلي دي.

د حملې مسؤلیت اسلامي دولت ډلې منلی دی

داعش په ویبسایټ کې داسې عکسونه خپاره کړي دي چې په کې په رستورانت کې وژل شوي بهرنیان ښکاري.

پولیسو د داعش ادعا رد کړې ده او ویلي یې دي دوه پولیس وژل شوي او لږ تر لږه شل کسان ټپيان شوي دي.

امریکایي چارواکو ویلي دي چې دوی موضوع تعقیبوي او بنګله دیش ته یې د مرستې وړاندیز کړی دی.

په ډاکه کې د ایتالیا سفیر ماریو پالما یوه ایتالیایي تلویزیون ته وویل چې په برمته و کې لږ تر لږه اووه تنه ایټالیایان دي.

په بنګله دیش کې د داعش او القاعده له لورې په وروستیو کې د ازاد فکرو، همجنسګرایانو، بهرنیانو او مذهبي لږکیو پرضد د برمته نیونې پېښې زیاتې شوې دي.

سربېره پر دې چې داعش او القاعدې په بنګله دیش کې د ډیرو بریدونو مسوولیت منلی دی، سیمه ییز وایي چې بنګله دیشي وسله وال له نړیوالو افراطي ډلو سره د عملیاتو په برخه کې اړیکي نه لري.

د بنګله دیش امنیتي چارواکي وایي چې د دې بریدونو شاته د انصار الاسلام او جماعت المجاهدین ډلې دي.

انصار الاسلام له القاعده سره او جماعت المجاهدین له داعش سره د بیعت ادعا کړې ده.