نړۍ
بنګله دېش کې زرګونه مشکوک جنایتکاران نیول شوي
د بنګله دیش چارواکو په هېواد کې پر اقلیتونو او فعالانو د مخ په زیاتیدونکو حملو د مخنیوي د هڅو په ترڅ کې په وروستیو ځپونکو عملیاتو کې په زرګونو مشکوک جنایتکاران نیولي دي.
د پولیسو ویاند کمرول اشان نن وویل چې پولیسو شنبې او نن د ۸۵ اسلامي افراطیانو په ګډون له پنځو زرو زیات کسان نیولي دي.
اکثره توقیف شوي د وړو جنایتونو سابقه لري، هغه وویل، راتلونکې اوونۍ به هم دغه نیونې دوام وکړي.
په بنګله دېش کې په دې وروستیو کې پراقلیتونو او فعالانو حملو نړیوالې ټولنې ته د خطر زنګ وهلی او ورسره دا پوښتنې راپورته شوې چې ایا د بنګله دېش سیکولر حکومت کولای شي په دې هېواد کې چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي، د اقلیتونو، د غیر مذهبي لیکوالانو او روڼ اندو امنیت خوندي کړي.
په تېرو دوکلونو کې د بې دینه بلاګ لیکونکو او بهرنیو مرستندویانو په ګډون لږترلږه اتلس کسان وژل شوي دي.
تیره اونۍ په دوو جلا پېښو کې پر دوو هندوانو وژونکې حملې وشوې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د نړۍ په بازارونو کې نن دوشنبې د تیلو بیې را ولویدې
د ایران او امریکا ترمنځ پریوبل د بریدونو د دریدو وروسته نن دوشنبې د نړۍ په بازارونو کې د اومه تیلو بیې شاوخوا اوه سلنه را ولویدې.
د دغو بریدونو له دریدو سره دا هیلې زیاتې شوې چې ښايي دواړه هېوادونه بېرته اوربند ته وګرځي او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه خبرې اترې پیل شي. د برینټ او ټکزاس اومه تیلو بیې د دوشنبې په ورځ ډیرې راولویدې او د هربیرل بیه یې شاوخوا ۹۰ ډالرو ته ورسیده.
د برېنټ اومه تېلو د هربیرل بیه تېره اوونۍ له ۱۰۰ ډالرو څخه پورته شوې وه چې دا د مې له میاشتې راهیسې د تیلو ترټولو لوړه بیه وه.
امریکا په ایران کې پر اهدافو د ۱۳ ورځو له بریدونو وروسته د شنبې په ورځ خپل پوځي عملیات ودرول. په ملګروملتونو کې د امریکا دایمي استازي وویل چې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ "خبرو اترو ته لږ فرصت ورکوي."
د اوکراین ولسمشر به نن دوشنبې په لندن کې د بریتانیا له نوي صدراعظم سره وګوري
ټاکل شوې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي نن دوشنبې د جولای په ۲۷مه په لندن کې د بریتانیا له نوي صدراعظم انډي برنهم سره وګوري. دغه کتنه داسې مهال ترسره کیږي چې پر اوکراین د روسیې په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.
زیلنسکي به لومړنی بهرنی مشر وي چې برنهم یې د دندې له پیلیدو وروسته کوربه توب کوي. نوموړي یوه اوونۍ وړاندې وروسته له هغې د صدراعظم په توګه دنده پیل کړه چې د خپل کارګر ګوند غړي او پخواني صدراعظم کير سټایرمر استعفا ورکړه.
برنهم له زیلنسکي سره ترکتنې مخکې وویل: "بریتانیا له اوکراین سره اوږه په اوږه ولاړه ده او زموږ ملاتړ به ټینګ او نه بدلېدونکی پاتې شي."
نوموړي له زیلنسکي سره د جولای په ۲۰مه، یوازې څو ساعته وروسته له هغې چې د صدراعظم په توګه یې دنده پیل کړه، پرټیلفون هم خبرې کړې وې.
تمه ده چې برنهم به د دې سفر په ترڅ کې اعلان وکړي چې بریتانیا به د خپلې نوې "سټون کلوک" برېښنايي جګړې د سیسټم فکري ملکیت (Intellectual Property) له اوکراین سره شریک کړي، څو دا هیواد وکولای شي چې دغه ټکنالوژي په خپله تولید او پراخه کړي.
چارواکو ویلي، دغه د برېښنايي مداخلې (جمینګ) وسایل، چې د ټابلیټ کمپیوټر په اندازه دي، د ډرونونو له بدنې سره نښلول کېږي او د روسیې د هوايي مدافعې سیسټمونه له دې څخه منع کوي چې ډرونونه تعقیب او په نښه کړي.
ولسمشرټرمپ هغه راپورونه ردکړل چې ګواکې د امریکا پوځ د مهماتو له کمښت سره مخ دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د امریکا پوځ د مهماتو له کمښت سره مخ دی. هغه کورنیو رسنیو ته ویلي چې د امریکا د مهماتو زېرمې ډېرې پراخې دي او له اړتیا څخه هم زیاتې دي. تردې مخکې یوشمیرامریکایي رسنیو د یوشمیرسرچینو له قوله ویلي چې امریکا پرایران بریدونه د دې لپاره درولي چې د مهماتو د کمېدو اندېښنو د جګړې د لا پراخېدو په اړه د واشنګټن پلانونه محدود کړي دي.
د ایران د پوځ ویاند محمد اکرمي نیا هم د یکشنبې په ورځ ومنله چې تیرو دووشپو کې امریکا خپل بریدونه درولي او دوی هم په خلیج کې د امریکا پرمتحدینو "غچ اخیستونکي" بریدونه ځنډولي دي.
په عین حال کې په ملګروملتونو کې د امریکا سفیر ویلي چې ولسمشر ټرمپ له ایران سره روانو ډیپلوماتیکو هڅو ته چې په وروستیو ورځو کې چټکې شوې دي، "د پرمختګ لپاره لږ وخت او فرصت" ورکړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم د دغو هڅو پخلۍ کړی او ویلي یې دي، سره له دې چې امریکا پرخپلو ژمنوعمل ندی کړی خو تهران او واشنګټن لا هم د منځګړو له لارې یو بل ته پیغامونه لېږي.
ګوتیریش: پرسوریې لګول شوي ټول بندیزونه باید لیرې شي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د ټولو هغو بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه چې د بشارالاسد د واکمنۍ په موده کې پرسوریه لګول شوي دي.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، ګوتیریش دغه غوښتنه د یکشنبې په ورځ سوریې ته د خپل دوه ورځني سفرپه پای کې وکړه.
د امریکا په ګډون لوېدیځو هېوادونو تر دې وړاندې پرسوریې لګول شوي یوشمیربندیزونه لیرې کړي خو د فرانس پرېس په وینا، پانګه وال لا هم له احتیاط څخه کار اخلي. نړیوال بانک اټکل کړی چې له جګړې وروسته د سوریې د بیارغونې لپاره شاوخوا ۲۱۶ میلیارډه ډالرو ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په دمشق کې یوې خبري ناستې ته وویل:
"زه د هغو اقداماتو هرکلی کوم چې د بندیزونو د کمېدو او د اقتصادي پرمختګ لپاره د نویو فرصتونو د رامنځته کېدو لامل شوي دي، خو ټول دغه بندیزونه باید ژر تر ژره لغوه شي."
ګوتیریش د شنبې په ورځ سوریې ته تللی و چې دا د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې دمشق ته د ملګرو ملتونو د یوه سرمنشي لومړنی سفر بلل کېږي.
ایران وایي، د امریکا د بریدونو له درولو سره یې پرخلیج هیوادونو بریدونه درولي دي
ایران وایي له تیرو دووشپو راهیسې چې امریکا بریدونه درولي، په منځني ختیځ کې یې د امریکا پر متحدینوخپل غچ اخیستونکي بریدونه درولي دي.
د فرانسپرس آژانس د راپورله مخې د ایران د پوځ ویاند محمد اکرمي نیا د یکشنبې په ورځ وویل: "دې بریدونو تر دوو شپو مخکې دوام درلود، خو په تېرو دوو شپو کې امریکایانو خپل بریدونه درولي دي." د نوموړي په خبره دې ته په پام چې د ایران دریځ "غچ اخیستونکی دی" نو دوی هم هم خپل غچ اخیستونکي عملیات درولي دي.
د راپورله مخې د امریکا له خوا په وروستیو بریدونو کې چې نژدې دوو اونیو کې یې هره شپه پرایران ترسره کول، دغه ځند، د هغو راپورونو له خپریدو وروسته راغلی چې وایي، د مهماتو د کمېدو اندېښنو د واشنګټن له خوا د جګړې د لا پراخېدو پلانونه محدود کړي دي.
CNN د پنټاګون د یوې سرچینې له قوله چې هویت یې ندی افشاکړی، راپور ورکړی چې د ایران پر ضد د امریکا عملیات "درول شوي" دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د دوو چارواکو له قوله چې له موضوع خبردي ویلي چې د عملیاتو د پراخولو پلانونه تر یوه حده د مهماتو د کمېدو له امله ځنډول شوي دي.
دې ورځپاڼې ویلي چې ولسمشر ټرمپ له دې خطر سره هم مخ دی چې که جګړه په منځني ختیځ کې لا پراخه شي، د خلیج له زیانګالو متحدینو سره ښایي اړیکې ترینګلې شي او د نړۍ اقتصاد له نورو ستونزو سره مخامخ شي.
په برلین کې د همجنسپالو په یوه پرېډ باندې برید سره ۱ کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان دي
د جرمني په پلازمینه برلین کې یوه بریدګر خپل موټر د همجنسپالو په یوه جشن وروستی یو کس یې وژلی او ۱۶ نور یې ټپيان کړي.
پېښه شنبه ناوخته د همجنسپالو د کلني جشن پرمهال د برلین په تیرګارټن سیمه کې شوې.
د جرمني صدراعظم فریردیش مرتڅ دا پېښه غندلې او د المان په ټولنه یې برید بللی.
هغه ویلي چې دا برید به په ډېر جدي ډول وڅېړل شي.
پولیسو د هغه بریدګر د لټون هڅې کوي چې خپل موټر یې په خلکو ور وستی دی.
پولیس وایي چې دوی د عبدل.ب په نوم په یوه کس چې ۲۱ کلن دی شکمن دي او د هغه د نیولو هڅې کوي.
په فرانسه او هسپانیه کې پراخې اورلګېدنې; سلګونه زره کسان له خپلو کورونو بیځایه شول
د شنبې تر ورځې د فرانسې په سوېل لوېدیځ او د هسپانیې د مادرید ښار شاوخوا سیمو کې د پراخو اورلګېدنو له امله تر ۲۶۷ زرو ډېر کسان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
په فرانسه کې شاوخوا ۱۹۷ زره کسان د بوردو ښار او نږدې سیاحتي سیمو څخه ایستل شوي او حکومت د اور د مخنیوي لپاره پوځي ځواکونه هم سیمې ته استولي دي.
په هسپانیه کې هم د مادرید لوېدیځو کلیو څخه شاوخوا ۷۰ زره کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.
د دواړو هېوادونو چارواکو ویلي چې سلګونه اوروژونکي د اور د مهارولو هڅې کوي. که څه هم د ځینو اورلګېدنو شدت کم شوی، خو خطر لا هم پر ځای دی.
د فرانسوي چارواکو د معلوماتو له مخې، اورلګېدنو تر اوسه نږدې ۹۸ زره هکټاره ځمکه سوځولې ده. په هسپانیه کې هم شاوخوا ۲۵ زره هکټاره ځمکه د اور ښکار شوې ده.
کارپوهان وایي، د اقلیمي بدلون له امله د تودوخې څپې او وچکالۍ د دغو اورلګېدنو شدت زیات کړی دی.
اروپایي ټولنې هم د اور وژنې الوتکو په استولو سره د دغو اورلګېدنو د مهار په هڅو کې مرسته کړې ده.
په سوریه کې د دوو بسونو ټکر؛ ۳۵ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان
په سوریه کې د دوو بسونو د ټکر له امله لږ تر لږه ۳۵ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) د روغتیايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دا پېښه د شنبې په ورځ، د دمشق او د دېرالزور ولایت ترمنځ پر لویه لاره رامنځته شوې ده.
د سوریې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یو بس امنیتي ځواکونه لېږدول او بل بس ملکي کسان انتقالول.
د پېښې خپاره شوي انځورونه ښيي چې له ټکر وروسته یو بس اور اخیستی دی.
د رپوټ په اساس د ټپیانو د لېږد او د ژغورنې د عملیاتو لپاره پوځي چورلکې هم د پېښې ځای ته استول شوې دي.
د سوریې چارواکو تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی څرګند کړی. دغه لویه لاره د پرلهپسې ټرافیکي پېښو له امله د «مرګ سړک» په نوم هم پېژندل کېږي.
سوریه چې کلونه په کې کورنۍ جګړه روانه وه، د سړکونو په شمول یې پراخې زېربناوې زیانمنې شوي دي.
د هند د پوهنې وزیر له پراخو اعتراضونو وروسته استعفا وکړه
د هند د پوهنې وزیر، دهرمندرا پرادان، د کانکور ازموینو د ګډوډۍ پر ضد د محصلینو او ځوانانو له پراخو اعتراضونو وروسته د شنبې په ورځ استعفا وکړه.
په وروستیو ورځو کې زرګونو مظاهرهچیانو په نوي ډیلي او د هند په نورو ښارونو کې د تعلیمي نظام د اصلاح او د پوهنې د وزیر د ګوښه کېدو غوښتنه کوله.
پرادان د شنبې په ورځ په اېکسپاڼه ولیکل چې خپله استعفا یې صدراعظم نریندرا مودي ته سپارلې ده.
د «CJP» په نوم اعتراضي غورځنګ د وزیر له استعفا وروسته د اعتراضونو د پای اعلان وکړ او ویې ویل چې د مظاهره چیانو اساسي غوښتنې پوره شوې دي.
دغه اعتراضونه په پیل کې د کانکور د ازموینو د پوښتنو د افشا کېدو له امله پیل شوي وو، خو وروسته د ځوانانو د بېکارۍ او د ښوونیز نظام د اصلاح غوښتنو ته هم وغځېدل چې د نریندرا مودي د حکومت لپاره یوه ستره ننګونه وګڼل شول.
انتونیو ګوتیریش نن شنبې سوریې ته ولاړ؛ په څه باندې یوه لسیزه کې دمشق ته د ملګروملتو د یوه سرمنشي لومړنی سفر
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په یوه درې ورځني سفر نن شنبې سوریې ته ورسید. دا له کله چې په دې هیواد کې کورنۍ جګړه پیل شوې وه، دمشق ته د ملګروملتونو د یوه سرمنشي لومړنی سفردی. د راپورونو له مخې نوموړی به د دې سفر په ترڅ کې په سوریه کې د سیاسي انتقال له بهیر څخه خپل ملاتړ یو ځل بیا څرګند کړي. په سوریه کې سیاسي بدلون څه باندې یو نیم کال وړاندې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبرکې هغه مهال رامنځته شوچې د دیارلس کلنې کورنۍ جګړې له پای ته رسیدو او د اوږدمهاله واکمن بشارالاسد د واکمنۍ له نسکوریدو سره د ولسمشر احمد الشرع په مشرۍ نویو واکمنو د دې هیواد واګې په لاس کې واخیستې.
د سوریې د دولتي خبري آژانس (سانا) د راپورله مخې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني د دمشق په نړیوال هوایي ډګرکې د ګوتېرېش او د مل پلاوي یې هرکلی وکړ.
له دې وړاندې د ملګروملتونو پخوانی سرمنشي بان کي مون په ۲۰۰۹ کال کې سوریې ته تللی و، هغه هم دوه کاله مخکې تردې چې په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې کورنۍ جګړه پیل شي. په دې جګړه کې تر نیم میلیون ډېر کسان ووژل شول او ملیونونو نور له هیواده بهرکډه کولو ته اړشول.