غور کې د "کورنیو باغچو" پروژه پیل شوه 

په غور کې د ښځو د کورنیو تولیداتو د زیاتولو لپاره د "کورنیو باغچو" پروژه پیل شوه.

په غور کې چارواکي وايي، د ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې به ۷۰۰ ښځو ته کورنۍ باغچې جوړې کړي.

په غور کې د کرنې او مالدارۍ ریاست سرپرست فرید احمد فردوس پرون سې شنبې ازادي راډیو ته وویل، ښځو ته به د ګلخانو د جوړولو وسایل او مواد ورکړي او دا پروژه به په دوو کلونو کې بشپړه شي.

په دې پروګرام کې شاملې ښځې کولای شي چې د ترکاري او ګلانو د کرلو زده کړه وکړي او د کال په ټولو موسمونو کې خپل تولیدات په مارکیټونو کې وپلوري.