په کندز کې یو طالب قومندان له ۵ نورو وسله والو سره ووژل شو

د افغانستان په شمال کې د پولیسو یو لوړ پوړي چارواکي شیر عزیز کاموال ویلي، د جنت ګل عثماني په نوم مهم طالب قومندان چې په ګڼو تښتونو کې یې لاس درلود له پنځو نورو وسله والو سره د چاردرې په ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل شو چې د سپرلۍ موټر په یو هوايي برید کې په نښه شو.

د کاموال په وینا طالبانو د دې برید په ځواب کې له دوی سره شپږ ملکي بندیان په بمونو الوزولي دي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا تایید کړې چې ملا جنت ګل له څلور ملګرو سره په بمبارۍ کې وژل شوی خو نوموړې ادعا کړې چې په دې بمبارۍ کې له دوی سره بندي شپږ افغان سرتیري هم وژل شوي دي.

نوموړې دا رد کړې چې ګوندې طالبانو له بمبارۍ وروسته بندیان د غچ په توګه وژلي دي.

په کندز کې د امریکا پوځ له هغې وروسته هوايي بمبارۍ کوي چې څو اوونۍ مخکې ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د میشتو امریکايي ځواکونو رول پراخ کړ.