د نړۍ د کاتوليک عيسويانو مشر پاپ فرانسيس وايي، نړۍ به هيڅکله د عثماني امپراطورۍ له خوا د ارمنيانو وژنه هېره نه کړي.
پاپ تر دې څو ساعته مخکې د ارمنيانو ډله ييزه وژنه د ارمنستان د خلکو د نابودۍ لپاره د پلان شوې د نسلوژنې يوه برخه وبلله.
پاپ فرانسيس چې په درې ورځني سفر ارمنستان ته تللى نن د ارمنيانو د ډله ييزې وژنې يادګاري وداني وکتله او هلته يې په يوه يادښت کې وليکل: دلته په خفه زړه سره دعا کوم، چې دا ډول غميزه بيا تکرار نه شي.
په اوله نړيواله جګړه کې د ترکيې د عثماني امپراطوري له خوا د يونيم مليونه ارمنيانو وژنه، د زياتو تاريخ-ليکوالو او څو هېوادونو له خوا عامه وژنه بلل شوې ده.
ترکيه بيا د دې مسئلې مخالفت کوي او وايي: په کورنيو جګړو کې لږ ارمنيان وژل شوي او دا د عيسوي ارمنيانو د نابودۍ لپاره پلان شوې وژنې نه وې.