د امریکا ډیموکراټ ګوند په دې هېواد کې د وسلو د کنټرول په اړه د ناستې اعتصاب پرون پنجشنبې ختم کړ.
د ډیموکراټ ګوند د غړو اعتصاب چې د کانګرس د استازو مجلس یې نیولی و، ۲۴ ساعته دوام وکړ.
هغوی شپه د استازو مجلس پر غولي تېره کړه.
ډیموکراټانو د وسلو د کنټرول پر قانون د رايي ګیري غوښته کړې او ويلي یې دي چې که دا کار ونه شي، کانګرس ته به د جولای په څلورمه د رخصتي اجازه ورنه کړي.
د جولای په څلورمه د امریکا د ازادۍ په مناسبت عمومي رخصتي ده.
خو په کانګرس کې د واکمن جمهوري غوښتونکې ګوند غړو دا د ډیموکراټانو دا حرکت د هغوی د تبلیغ وسیله وبلله او ویې ویل چې د عمومي رخصتي ترپایه به رایګیري ونه شي.
د امریکا په اورلانډو ښار کې د وروستۍ حملې له امله، پر وسلو د کنټرول بحث تود شوی دی.
په امریکا کې پر وسلو د کنټرول د طرحې ګڼ شمېر پلویان پرون د کانګرس د ودانۍ په وړاندې هم را غونډ شوي وو.