په بریتانیا کې نن ټولپوښتنه روانه ده

په بریتانیا کې نن په دې اړه چې لیا دا هېواد په اروپایي ټولنې کې پاتې شي که ترې ووځي ټولپوښتنه روانه ده.

د دې رایو نتایج لزوماً د عملي کیدو وړ نه دي ځکه د رایو د نتیجې په اړه وروستۍ پریکړه پارلمان کوي.

دې ټولپوښتنې د برتانیا ټولنه په څو ډلو ویشلې او ځینې کسان حتی اندیښنه لري چې له دې سره ښايي په نورو ایالتونو کې د خپلواکۍ غوښتنې وپاریږي.

له ۱۹۷۵ کال راهیسې چې په برتانیا کې د هغه مهال په اروپايي اقتصادي ټولنه کې د غړیتوب لپاره ټولپوښتنه وشوه دا لومړی ځل دی چې برتانویان په اروپايي ټولنه کې د خپل هیواد د پاتې کیدو او یا له هغې د وتلو په اړه په ټولپوښتنه کې ګډون کوي.

په اروپايي ټولنه کې د برتانیا د غړیتوب په اړه وروستۍ پریکړه پارلمان کوي نو ځکه د نننۍ ټولپوښتنې نتیجې لزوماً د عملي کیدو وړ نه دي. صدراعظم ډیويډکامیرون چې په اروپایي ټولنه کې د برتانیا د پاتې کیدو پلوي دی پرون په برمینګهم ښار کې د کمپاین پر مهال په دې ټولنه کې د خپل هیواد پر پاتې کیدو ټینګار وکړ:

"هغه ستره برتانیا چې زه یې غواړم حتی که تر دې هم پراخه شي له صحنې نه وځي، لاس نه اخلي بلکه پاتې کیږي او مبارزه کوي."

په دې اړه له پراخو کمپاینونو وروسته مقدماتي نتایج ښيي چې په اروپايي ټولنه کې د برتانیا د پاتې کیدو یا وتو په اړه د رای ورکولو د وړ ۴۶،۵ میلیون وګړو د رایو نتایج ښايي ډیر سره نژدې وي.

دې ټولپوښتنې د برتانیا ټولنه - د نوي او زاړه نسل او د اروپايي ټولنې د پلویانو او مخالفینو په ګډون په څو ډلو ویشلې خو دا اندیښنې هم په زیاتیدو دي چې دا ټولپوښتنه ښايي د برتانیا په نورو ایالتونو په تیره سکاټلنډ کې د خپلواکۍ لپاره غوښتنې وپاروي.

یوه رای ورکوونکي جان فریټر John Frater د سکاټلنډ په مرکز ادینبرا کې رویټرز خبري آژانس ته وویل چې که د سکاټلنډ خلک په اروپايي ټولنه کې د پاتې کیدو په ګټه او د برتانیا نور ایالتونه د هغه پرخلاف دریځ خپل کړي، دی به په بله ټولپوښتنه کې د سکاټلنډ د خپلواکۍ لپاره رایه ورکړي:

"زه له هرراز ټولپوښتنو کرکه لرم. دا تجربه په بیلابیلو دلایلو زما نه ده خوښه نو ځکه نه غواړم بل ځل رایه ورکړم. ستړی شوی یم خو که بل ځل ټولپوښتنه کیږي نو زه ښايي د سکاټلنډ د آزادۍ لپاره رایه ورکړم."

په داسې حال کې چې د رایو اخیستل روان دي یوې آنلاین څیړنې اټکل کړی دی چې په اروپايي ټولنه کې د برتانیا د پاتې کیدو پلويان په سلو کې پنځه پنځوس او له دې ټولنې د وتلو پلویان په سلو کې پنځه څلویښت دي.

د دې آنلاین سروې مسوولان وايي چې دا اټکل یې د تیرې شپې تر نیمايي پورې له ۴۷۰۰ کسانو سره د مرکو پر بنسټ کړی. خو د یوې بلې سروې له مخې په اروپايي ټولنه کې د پاتې کیدو پلویان په سلو کې دوه پنځوس او د وتلو په سلو کې اته څلویښت دي.