خبرونه
اروپایي ټولنه: بریتانیا دې له دې ټولنې نه په وتلو فکر وکړي
د اروپایي ټولنې مشرانو د بریتانیا له خلکو وغوښتل چې له اروپایي ټولنې د وتلو تر پریکړې مخکې، ښه فکر وکړي.
په بریتانیا کې نن ټولپوښتنه کیږي چې دغه هېواد په اروپایي ټولنې کې پاتې شي، که ترې ووځي.
د بریتانیا صدراعظم ډیويډ کامرون چې په اروپایي ټولنه کې د بریتانیا د پاتې کېدو ملاتړی دی، پرون په برمینګهم کې د کمپاین په ترڅ کې یو ځل بیا په دې ټولنه کې د بریتانیا د پاتې کېدو ملاتړ وکړ او ویې ویل:
"هغه لویه بریتانیا چې زه یې غواړم که هغه له دې پراخ هېواد هم وي، له صحنې نه وځي. هغه لاس نه اخلي بلکه پاتې کیږي او مبارزه کوي."
د دې ټولپوښتنې په درشل کې د اروپایي کمېسیون مشر جین کلاود یونکر وویل چې نظر پوښتنه به ومنو، که ووتل وتلي به وي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ خبرداری ورکړ چې دا وتل راګرځېدل نه لري.
اولانډ زیاته کړه چې له دې سره به بریتانیا ته ګرانه شي چې د اروپایي ټولنې ګډ بازار ته سمه لاره پیدا کړي.
د ایټالیا د صدراعظم ماتیو رینزي په وینا ویل شوې دي چې دا ټولپوښتنه په خپله یوه سهوه ده چې برخه وال به یې بیا خپله زیان وویني.
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ هم خبرداری ورکړ او ویې ویل چې پاشلې اروپا داسې بې ثباتي راولي چې پیشګویي یې نه شي کیدلی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ایران کې یوه ښځه په اعدام محکومه شوه
د ایران قضایه قوې یوه ښځینه سیاسي بندي ارغوان فلاحي په اعدام محکوم کړې.
د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور په اساس نوموړې د بغاوت او د ایران د رژیم د یوې مخالفې ډلې، مجاهدین خلق سازمان سره د همکارۍ په تور په اعدام محکوم شوې.
د هغې د اعدام حکم د ایران سترې محکمې هم تایید کړی.
ارغوان فلاحي د ۱۴۰۳ کال د دلوې په شپږمه په تهران کې نیول شوې وه.
هغه وخت په ایران کې د ښځو د حقونو لپاره د "زن،زندګي، ازادي" ترشعار لاندې د اعتراضونو پر مهال زرګونه مظاهره چیان نیول شوي.
د ملګرو ملتونو د راپور په اساس ایران کې سږ کال تر دې دمه لږ تر لږه ۵۶ کسان د ملي امنیت جرایمو او ۲۷ نور د اعتراضونو له کبله اعدام شوي دي.
جرمني لسګونه نور افغانان هم کابل ته ستانه کړل
جرمني ۲۳ افغان وګړي نن کابل ته ډیپورټ کړل.
د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد فدرالي پولیسو دغه شمیر افغانان چې د ایستلو په نوملړ کې شامل وو، د چارټر الوتکې په وسیله د لایپزیګ له هوايي ډګر څخه کابل ته ستانه کړي دي.
دا الوتنه نن، سهشنبه سهار ترسره شوې ده. د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینټ تر دې مخکې ویلي وو چې د افغانانو ایستل نور یوازې پر مجرمینو او «خطرناکو» کسانو پورې محدود نه دي، بلکې نور هغه کسان هم چې د ایستلو شرایط ولري، خپلو هېواد ته به ستانه کړل شي.
په همدې حال کې، د کډوالو د حقونو فعالانو افغانستان ته د افغانانو د ایستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د جرمني د شنو ګوند یو شمېر استازو هم پر دې پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې حکومت د ایستلو د پالیسۍ د عملي کولو لپاره له طالبانو سره په داسې حال کې همکاري کوي چې هغوی د ښځو او نجونو حقونه محدود کړي دي.
جرمني د جولای په ۲۹ مه هم د یوې چارټر الوتکې له لارې ۳۱ افغانان،افغانستان ته ستانه کړي و.
د طالبانو حکومت د بدخشان لپاره نوی والي وټاکه
افغانستان کې د طالبانو حکومت د بدخشان لپاره د نوي والی او امنیه قوماندان د ټاکنې خبر ورکوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سه شنبې ( د وږي په دریمه ) په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د طالبانو د مشرتابه د فرمان په اساس د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین ملا رحمت الله نجیب د مولوی اسماعیل غزنوي په ځای د بدخشان والي او د سرپل پخوانی والي ملا احمد شاه دیندوست د بدخشان امنیه قوماندان ټاکل شوي دي.
مولوی اسماعیل غزنوي د ټولګټو وزارت دمعین په توګه ټاکل شوی دی.
دغه ټاکنې په داسې مهال اعلانیږي چې بدخشان ولایت کې په دې وروستیو ورځو امنیتي پیښې رامینځ ته شوې.
د طالبانو ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح له څو ورځې جګړې وروسته تسلیم شو او تر هغه مخکې د فیض اباد لپاره د طالبانو د حکومت ښاروال حبیب الرحمن منصور په یوه چاودنه کې چې مسئولیت وسله والو مخالفینو په غاړه واخیست، ووژل شو.
واشنګټن سوریه د «ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو» له نوملړه څخه بهر کړه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ، د وږي په ۲مه، سوریه د «ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو» له نوملړه وایسته.
د «ترهګرۍ ملاتړو هیوادونو» په نوملړ کې د هیوادونو شمولیت هغوی د امریکا د بهرنیو مرستو له ترلاسه کولو، له متحده ایالاتو څخه د دفاعي تجهیزاتو له پېرلو او همداراز د ځینو مالي راکړو ورکړو څخه محروموي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت په دې اړه په یوه اعلامیه کې وویل: «د نن ورځې اقدام به په سوریه کې د پانګونې فرصتونه زیات کړي، څو سیاسي او اقتصادي ثبات ته وده ورکړل شي.»
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې دا پرېکړه د ډونالډ ټرمپ د هغې ژمنې د عملي کولو په موخه شوې چې پر دمشق د بندیزونو د فشار د کمولو لپاره یې کړې وه.
د امریکا د خزانې وزارت په عین حال کې ویلي چې د دغو محدودیتونو لرې کول په دې معنا نه دي چې دغه وزارت به د نړیوال ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې خپله تګلاره بدله کړي او یا به په سوریه کې د «ناوړه کړنو» د عاملینو د حساب ورکونې په اړه د امریکا ژمنتیا کمه شي.
د سوریې د مرکزي بانک رئیس هم د واشنګټن د دې پرېکړې هرکلی کړی او هغه یې «تاریخي اقدام» بللی دی.
حوثیانو د سعودي عربستان پر یوې تېلوړونکې بېړۍ بالیستیک توغندی ویشتلی
په یمن کې حوثي یاغیان چې د تهران له ملاتړه برخهمن دي ادعا کوي چې د ینبع په بندر کې یې د سعودي عربستان په یوې بېړۍ د بالیستیک توغندي برید کړی دی.
د حوثیانو ویاند یحیی سریع دا خبره د دوشنبې په ورځ په خپلو ټلوېزیوني څرګندونو کې وکړه.
د سعودي عربستان د بېړۍ چلولو ملي شرکت تأیید کړې چې په سره سمندر کې یې په یوې بېړۍ برید شوی دی.
د شرکت اعلامیې وویل د "امزان" په نوم د دوی په یوې تېل وړونکې بېړۍ چې د مصر د عینالسخنه له بندره ینبع ته روانه وه برید شوی دی.
راپورونه وايي په برید کې ماڼوګرو ته زیان نهدی رسېدلی.
ینبع په سره سمندر کې د سعودي عربستان له مهمو نفتي تأسیساتو څخه ګڼل کېږي چې د ورځې په ملیونو بېرل نفت ورڅخه نړیوالو بازارونو ته صادرېږي.
یاد بندر د امریکا او ایران له جګړې وروسته او له کله چې د هرمز تنګي تړل شوی د سعودي عربستان د تېلو د صادراتو په مهم مرکز بدل شوی دی.
د اورګاډي له لارې د ایران او افغانستان سوداګري ۹ برابره زیاته شوې
کابل کې د ایران سفارت وايي د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۹ برابره زیاته شوې ده.
د ایران سفارت چارواکو د دوشنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه ولیکل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي له لارې د اموالو انتقالات چې پخوا په کال کې ۱۵ زره ټنه وو اوس په میاشت کې شاوخوا ۱۳۰ زرو ټنو ته رسېدلي دي.
ایراني چارواکي اټکل کوي چې دغه کچه به په یوه کال کې شاوخوا ۵۰۰ زره ټنو ته ورسېږي.
افغان سوداګرو وروسته له دې چې په تېر اکټوبر میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارتي لارې وتړل شوې د منځنۍ اسیا او ایران بندرونو ته مخه کړه.
خو بلخوا د امریکا ولسشمر ډونالد ټرمپ د تېرې چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې هر هېواد چې ایران سره مرسته یا راکړه ورکړه وکړي، نو په ټکو یې له "ډېرې درنې سزا" سره به مخ شي.
WHO په افغانستان کې د پولیو د څلورو نویو پیښو د ثبتیدو خبر ورکوي
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د پولیو د څلورو نویو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی.
د ملګرو ملتونو دې ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې د پولیو دوه مثبتې پیښې په هرات، یوه په پکتیکا او یوه هم په کندهار کې ثبت شوي دي.
د نویو پېښو له ثبتېدو سره، په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۱۹ ته ورسېد.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغي پکې لا نه ده له منځه وړل شوې.
په روان کال کې په پاکستان کې هم د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د نړیوال کرکټ ۲۱ پخوانیو لوبډلمشرانو د عمران خان د درملنې لپاره د پاملرنې غوښتنه کړې
د نړیوال کرکټ ۲۱ پخوانیو لوبډلمشرانو چې د هند سنیل ګواسکر او کپل دیو هم په کې شامل دي، د پاکستان حکومت ته یوه استولي لیک کې غوښتنه کړې چې د پخواني صدراعظم عمران خان روغتیا ته پاملرنه وکړي. ۷۲ کلن عمران خان چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې په زندان کې دی، د پاکستان د سترې محکمې د پریکړې له مخې تیره اونۍ په اسلام آباد کې د شفا انټرنیشنل روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوی و چې د جمعې په ورځ بیرته زندان ته ولیږدول شو.
د کرکټ دغو پخوانیو لوبډلمشرانو په دغه لیک کې چې د یکشنبې په ورځ یې استولی، درې غوښتنې مطرح کړي.
لومړی، د سترې محکمې له خوا ټاکل شوي طبي پلاوي ته دې اجازه ورکړل شي چې "د عمران خان د روغتیا بشپړه او خپلواکه ارزونه" وکړي، په ځانګړي ډول د هغه د ښۍ سترګې د لید د له لاسه ورکولو په اړه د راپورونو ارزونه.
دویم، د محکمې د پریکړې له مخې د عمران خان کورنۍ ته اجازه ورکړل شي چې له کوم خنډ او ځنډ پرته په اونۍ کې یې لیدو ته ورشي. او وروستۍ غوښتنه یې هم داده چې د طبي ارزونې وروسته د اړتیا وړ درملنه یې باید " له ځنډ پرته " ترسره شي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز نن تهران ته ځي او د عمان د بهرنیو چارو وزیر هم سبا سې شنبې له تهران څخه کتنه ترسره کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د عمان د بهرنیو چارو وزیربه د هرمزتنګي په اړه د خبرو لپاره د سې شنبې په ورځ تهران ته سفروکړي.
د دې وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن دوشنبې په تهران کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د بهرنیو چارو له وزیرعباس عراقچي سره په کتنه کې به دواړه لوري د هرمز تنګي د مدیریت په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړي. بقایي همدارنګه وویل چې د پاکستان د پوځ لوی درستیزفیلډ مارشال عاصم منیر به هم نن تهران ته سفروکړي. عاصم منیر د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف ترڅنګ، د ایران او امریکا ترمنځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره خبرو کې د منځګړیتوب مهم رول لوبولی چې په نتیجه کې یې د اسلام آباد هوکړې ته زمینه برابره کړه. د بقایي په خبره عاصم منیر د یوه پلاوي په مشرۍ په یو ورځني سفر تهران ته سفرکوي. دا سفرونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې ټاکل شوې امریکا نن دوشنبې پرایران نوي سخت بندیزونه اعلان کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې هر هغه هېواد به چې "ایران ته د ژغورنې هر ډول مرسته" برابره کړي، له اقتصادي پایلو سره مخ شي.
WHO: په ټول افغانستان کې یې د زرګونو خوارځواکو ماشومانو په ګډون لسګونو زره کسانو ته اړین روغتیایي خدمتونه برابرکړي دي
د روغتیا نړیوال سازمان WHO په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته د زرګونو ماشومانو په ګډون لسګونو زره کسانو ته د روغتیایي اړینو خدمتونو د برابرولو خبر ورکوي. د دې سازمان د افغانستان څانګې نن دوشنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان د بشري مرستو د صندوق په ملاتړ یې په ټول افغانستان کې د زیانګالو ټولنو له ۴۲ زرو څخه زیاتو کسانو ته اړین روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، نږدې ۸ زره هغه ماشومان یې چې په شدیدې خوارځواکۍ اخته وو، تر درملنې لاندې نیولي او د ناروغیو د څارنې سیستم یې پیاوړی کړی څو د ناروغیو خپرېدل په لومړیو پړاوونو کې تشخیص او پر وړاندې یې پر وخت اقدام وشي. د روغتیا د نړیوال سازمان په خبره د دغو شمېرو تر شا روغ او سالم ماشومان، پیاوړې ټولنې او هغه کورنۍ ولاړې دي چې په خورا اړین وخت کې ورته لازم روغتیايي خدمات رسېږي. تردې مخکې د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا د یکشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې روغتیایي اړتیاوې له هغه څه زیاتې دي چې دا اداره وکولای شي هغه تمویل کړي. اوچا وویل چې د روغتیایي سکټورلپاره د اړتیا وړ ۱۹۱ میلیونو ډالرو له جملې تراوسه ۷۱ میلیونه ډالر ترلاسه شوي دي.