فعالان: د افغانستان اوسني غیر قانوني حکومت پر بدیل دې فکر وشي

Your browser doesn’t support HTML5

دوی چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه اعتراضیه غونډه کې سره راټول شوي ویل چې اوسني حکومت قانوني مشروعیت له لاسه ورکړی او باید د لویې جرګې او یا له وخت نه مخکې انتخاباتو له لارې بل حکومت رامنځته شي. افغان حکومت بیا وايي اعتراض کونکي باید له اعتراضونو مخکې قانون په دقیق ډول مطالعه کړي.