د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د کابل ښار د نن سهار په انتحاري حملې کې ۱۴ نیپالي اتباع وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"د حملې هدف یو کاستر موټر و چې د یوه خصوصي شرکت د ساتونکو مربوط کیږي، کوم وروستي راپورونه چې موږ ته را رسیدلي دي شپاړس تنه وژل شوي او اته نور ټپیان دي."
دغه حمله نن سهار شپږ بجې د نهمې حوزې اړوند د بنایي په سیمه کې د هغه انتحاري حمله کوونکي له خوا وشوه چې پلی روان و.
د افغانستان اجراییه ریاست هم دغه حمله په سختو ټکو غندلې ده.
تر اوسه نیپالي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د نیپال اتباع چې په کابل کې مېشت دي، تر ډېره د بهرنیو ادارو او سفارتونو د ساتنې مسئولیت لري.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د حملې مسئولیت منلی او ادعا یې کړې چې له شلو زیات بهرني اتباع یې وژلي او ټپیان کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د حصارک په یوه جامع جومات کې د ځای پرځای شوي چاودیدونکو توکو په چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ۷۲ تنه نور ټپیان دي.