د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

ننګرهار کې چاودنې ۳ تنه وژلي او ۷۲ نور یې ټپیان کړي


د ننګرهار د رودات ولسوالۍ اړوند د ميزينې په حصارک سيمه کې په یوې جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال چاودنې لسګونه لمونځ کوونکي ټپيان کړل.

د رودات ولسوال عيسی خان ځواک ازادي راډيو ته وويل چې چاودېدونکي توکي د مسجد د ممبر خواته له وړاندې نه ځای پر ځای شوي و کله چې د جمعې لمونځ ادا شو په دې وخت کې يې چاودنه کړې د مسجد امام په ګډون درې تنه مړه او له پنځوس ډېر نور زخميان شوي چې تر درملنې لاندې دي:

"د روداتو ولسوالۍ مربوط د حصارک په جامع جومات کې د لمانځه پرمهال چاودنې د دې جومات امام مولوی رفیق او یو بل کس او یو دولس کلن ماشوم چې درې نفره دي دا په شهادت رسېدلي او له پنځوس زیات نور لمونځ کوونکي زخميان شوي چې ټول روغتون ته انتقال شوي او د خدای به فضل د زخميانو حالت اوس ښه دی."

د پېښې عيني شاهدان وايي، د روژې په مبارکه میاشت کې په لسګونو لمونځ کوونکي د لمانځه د ادا کېدو په موخه مسجد ته تللي و، دوی وايي، کله چې يې لمونځ ادا کړ او ټولو د خدای دربار ته د دعا لاسونه لپه کړي و چې په همدې وخت کې چاودنه وشوه او هرې خواته لمونځ کوونکي په سرو وینو ککړ پراته و.

دوی وايي، دا پېښه که د هر چا لخوا شوې وي هغوی د اسلام دښمنان دي:

"د پېښې عیني شاهد: داسې و چې موږ لمانځه ته تللي و کله مو چې لمونځ وکړو سلام مو وګرځولو دعا مو کوله چې درز شو هرې خواته خلک پراته و موږ نه پوهیږو چې دا کار چا وکړو.

زه د رودات ولسوالۍ د حصارک کلي اوسیدونکی یم دا په محراب کې بم چا ايښی و چې چاودنه وکړه ډېر خلک يې زخميان کړل زه نه پوهیږم چې دا د چا کار دی دا د اسلام دښمنان دي که هر څوک وي الله دې ورته هدایت وکړي او که د هدایت وړ نه وي الله دې هلاک کړي."

د دې پېښې مسولیت تر اوسه هیڅ کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا لومړنی پېښه نه ده چې د خدای په کور کې چاودنه کېږي له دې وړاندې په خوګياڼو ولسوالۍ کې هم په یوه جامع جومات کې ورته پېښه شوې وه چې هغه مهال هم په لسګونو لمونځ کوونکي د لمانځه پرمهال مړه او زخميآن شوي وو.

راپور:شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG