بامیان ته د برېښنا لېږد مرکزي ولایتونو ته د برېښنا د لېږد امکانات برابروي

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې بامیان ولایت ته د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد ټولو مرکزي ولایتونو ته د برېښنا د لېږد امکانات برابروي.

له دوشي نه بامیانو ته د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا تړون نن د ولسمشر غني په حضور کې د برېښنا شرکت او اسیا د پراختیايي بانک تر منځ لاسلیک شو.

په دغو مراسمو کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیرعلي احمد عثماني وویل چې له دې طریقه ۳۰۰ میګا واټه برېښنا بامیانو ولایت ته انتقالېږي چې په لومړي پړاو کې ۲۰۰۰۰ کورنۍ ورڅخه ګټه اخیستلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې دوه تر دوه نیم میلیارده ډالرو ته اړتیاه ده چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې وارداتي برېښنا ته د دغه هېواد اړتیا پنځوس سلنې ته راټيټه شي.