ولې امریکا غواړي له افغانستانه د ځواکونو وتل یې ټکنی شي؟

د امریکا متحده ایالات به د وارسا له سرمشریزې مخکې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د حضور په اړه پریکړه ونه کړي.

دا خبره یو شمېر امریکایي چارواکو د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته کړې چې وایي، په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو لوړ پوړي قومندان په دې اړه چې څه شمېر امریکایي سرتیري په افغانستان کې پاتې شي، خپل څېړنیز راپور بشپړ کړی دی.

دوو، یوه امریکایي چارواکي او یوه ډیپلومات رویټرز اژانس ته وویل چې د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما به راتلونکې میاشت د ناټو له سرمشریزې مخکې په هغو پلانونو کې د بدلون پریکړه ونه کړي چې له مخې یې د امریکایي ځواکونو نژدې نیمایي برخه په افغانستان کې پاتې کیږي.

په دې اړه چې په افغانستان کې د اوسنیو ۹۸۰۰ امریکایي سرتېرو شمېر د اوباما د جمهوري ریاست د دورې له پایته رسېدو مخکې چې د راتلونکې میلادي کال په لومړېو کې پای ته رسیږي، پنځه نیم زرو ته راکم کړای شي، تمه کېده چې د وارسا له سرمشریزې مخکې پریکړه وشي.

ټاکل شوې دغه سرمشریزه د جولای په اتمه او نهمه جوړه شي.

د راپور له مخې پخوانیو قومندانانو او استازیو خبردارۍ ورکړی چې که داسې پریکړه وشي، دا به یوه تېروتنه وي.

په داسې حال کې چې د وارسا د سرمشریزې لپاره بشپړ تیاری روان دی، تر اوسه نه ده څرګنده چې اوباما به کله دغه پریکړه کوي.

د امریکا دفاع وزیر اشټن کارټر د دغې سرمشریزې په اړه چې افغانستان به یې د اجنډا په سر کې وي، له خپلو سیالانو، د ناټو له دفاع وزیرانو سره د خبرو لپاره نن بروکسل ته ځي.

د امریکا دفاع وزیر اشټن کارټر نن بروکسل ته ځي.

د رویټرز په وینا که له دغې سرمشریزې مخکې په دې اړه پریکړه وشي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر به ورو شي، دا به د ناټو متحدین هم دې ته وهڅوي چې خپل ځواکونه په افغانستان کې وساتي.

په هغه هېواد کې چې د ولسمشر اشرف غني حکومت له وسله والو طالبانو سره چې په دې وروستیو کې پیاوړي شوي، په جګړه بوخت دی.

له راپور سره سم داسې ښکاري چې د ناټو متحدین نیت نه لري چې په دې هېواد کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي. دا مسئله له اوباما سره مرسته کوي چې د خپلو پلانونو په اړه د پریکړې لپاره زیات وخت ولري.

یوه ډیپلومات د خپل نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته وویل، دا چې نورو متحدینو لېوالتیا ښودلې چې په افغانستان کې په اوسنۍ کچه خپل پوځي حضور ساتي او یو شمېر نور هم د خپلو سرتېرو پر زیاتوالي غور کوي، دې مسئلې موږ خوشحاله کړي یو خو دا ضروري نه ده چې په مخکې سرمشریزه ده او باید په دې اړه پریکړه وشي.

یوه امریکایي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط وویل، دا حتمي نه ده چې په دې اړه د وارسا تر مشریزې پورې پریکړه وشي.

دا واضح خبره ده چې دغه مسئله به د سرمشریزې د اجنډا په سر کې وي او زیاته یې کړه په افغانستان کې له اوسني ماموریت سره د سرتېرو د شمېر په برخه کې د ناټو د نورو غړیو همکاري به هم له موږ سره مرسته وکړي چې په خپلو پریکړو کې دا مسئله په پام کې ونیسو.

د راپور له مخې تر اوسه سپینې ماڼۍ هغه سپارښتنې نه دي ترلاسه کړي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو نوي قومندان جنرال جان نیکولسن د خپل کار په لومړېو درې میاشتو کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه بشپړه څېړنه کړې ده.

د دغې څېړنې جزیات هم نه دي په ډاګه شوي.

خو په افغانستان کې د امریکا د ماموریت له پراخوالي سره د لېوالتیا د نښو په ترڅ کې اوباما تیره اوونۍ هغه پریکړه تایید کړه چې له مخې یې د امریکا پوځ ته زیات صلاحیت ورکول کیږي چې د تهاجمي عملیاتو په جریان کې د هوایي بریدونو په ګډون د افغان امنیتي ځواکونو ملتیا او مرسته وکړي.