د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

واشنګټن پوسټ: امریکايي ځواکونه هلمند ته ستانه شول


د امريکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې، امريکايي ځواکونه د افغانستان يوه ناکرار ولايت ته ستانه شول.

د مطلب په پيل کې راغلي، وروستى وار چې د امريکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو بهرني خبريالان هلمند ته بوتلل، ٢٠١٤میلادي کال و چې له دغه ولايت نه د بريتانوي او امريکايي قواوو وتل ثبت کړي.

تېره اوونۍ يو وار بيا بهرني خبريالان دغه ولايت ته بوتلل شول چې ورته څرګنده شي، د امريکا متحده ايالات ممکن په دې ځاى کې د خپل حضور په اړه پرېکړه وکړي.

ورځپاڼه زياتوي، له هلمنده د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته اوس ٥٠٠ امريکايي سرتېري بيا دغه ولايت ته ورغلي، ځکه افغان قواوو ونه کړاى شواى، هغسې چې د دوى ورڅخه تمه کې ده موثر فعاليت ولري، اوس د امريکا ځواکونه غواړي پر دولت ضد مخالفانو خپلې حملې زياتې کړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي، که څه هم د امريکا ولسمشر بارک اوباما له افغانستانه د تازه امريکايي سرتېرو د شمېر کولو بهير ټکنى کړى، خو له موجوده پلان سره سم، بيا هم د ٢٠١٧میلادي کال د جنورۍ مياشتې تر لومړيو پورې به په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر له ٩٨٠٠ څخه شا و خوا ۵۵۰۰ ته راکم شي.

په مطلب کې راغلي، خو په افغانستان بيا په ځانګړي ډول هلمند کې د امنيتي وضعيت له خرابېدو سره د امريکايي قواوو قوماندانانو داسې علايم ورکړي چې د امريکا له ولسمشر بارک اوباما به وغواړي چې په دې اړه بيا کتنه وکړي.

د واشنګټن پوسټ په حواله، د القاعده شبکې او د اسلامي دولت ډلې يا داعش د فعاليت د زياتېدو په اړه د امريکايي قوماندانانو وروستۍ څرګندونې ښيي چې امريکا ښايي حاضره نه وي، ژر له افغانستانه ووځي.

لاس انجلس ټايمز:

د امريکا چاپ بلې ورځپاڼې لاس انجلس ټايمز تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې، په کندهار کې يوه بله مرموزه وژنه او د شکنجې تورونه.

ورځپاڼې د بشير احمد ريان په نوم د يوه ځوان وژنې ته اشاره کړې چې تر عجيبو شرايطو لاندې وژل شوى دى.

د کندهار چارواکي وايي دى د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو په نتيجه کې وژل شوى او خپله ريان هم له وسله والو طالبانو سره همکاري کوله.

خو لاس انجلس ټايمز ليکي، په داسې يوه ولايت کې چې د وسله والو طالبانو مهم مرکز ګڼل کېږي، پر خلکو د طالب ټاپه لګول اسان کار دى او د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو هم دغسې تورونو ته پام اړولى دى.

په مطلب کې د بشير احمد ريان د يوه ټولګيوال وينا هم رااخيستل شوې چې ويلي يې دي، دى نه شي ويلاى چې ريان طالب و که نه.

خو د ده په خبره يو شى څرګند دى، هغه دا چې ريان د امنيتي چارواکو د شکنجې په نتيجه کې وژل شوى او دا اقدام د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې دى.

XS
SM
MD
LG