د مدني ټولنې او ټولنیزو شورا ګانو غړو د لوړو زده کړو پر وزارت غږ وکړ چې د امادګۍ پوهنځی دې بېرته فعال کړي.
دوی ویل دامادګۍ پوهنځی د جنګ ځپلو او ارامو ولایتونو ترمینځ د تحصیل د متوازینې پراختیا لپاره یوازینې لاره وه خو د لوړو زده کړو وزارت دغه پوهنځی بند کړی دی.
د مدني ټولنې او ټولنیزو شوراګانو غړو د لوړو زده کړو وزارت ته خبرداری ورکړ چې که د کانکور د ازموینې لپاره د امادګۍ پوهنځی فعال نه کړي، په مدني اعتراضونو او مظاهرو به لاس پورې کړي.
دوی ویل دې پوهنځي په دوو دورو کې د وروسته پاتې ولایتونو د محصلینو په بریالي کېدو کې لویه برخه اخیستې او تړل به یې د دغو ولایتونو د ځوانانو لپاره ناوړه پایلې ولري.
دوی د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل، د جنګ ځپلو، وروسته پاتې او ارامو ولایتونو ترمینځ د تحصیل د متوازینې پراختیا لپاره، د امادګۍ پوهنځی یوه غوره لاره ده.
د مدني ټولنې فعال خوشحال روهي وویل:
"له دولته مو غوښتنه دا ده چې د اما دګۍ پوهنځی دې سمدلاسه پیل شي او د لوړو زده کړو مسوولین او په ځانګړې توګه د دې وزارت وزیره دې د دې له امله چې دا پروګرام یې یوکال ځنډولی مجازات شي، که په یوه اوونۍ کې دا پوهنځی فعال نه شي مدني اعتراضونه به پیل کړو."
د مدني ټولنې او ټولنیزو شورا ګانو د معلوماتو له مخې د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د ۳۰۰ یم فرمان په اساس د امادګۍ پوهنځی د دې لپاره تاسیس شو چې د جنګ ځپلو او وروسته پاتې ولایتونو د ۱۲ مو ټولګیو فارغان په کې د کانکور ورکولو له ځانګړتیا او لارو چارو سره بلد شي.
په ۱۳۹۳ او ۱۳۹۴ یمو لمریزو کلونو کې په دې پوهنځي کې د مختلفو وروسته پاتې ولایتونو شاوخوا ۶۰۰ د لیسو فارغان د پوهنتونو له ازموینو سره بلد او پوهنتونونو ته بریالي شوي دي.
د ۱۲ مو ټولګیو فارغان په کې د کانکور ورکولو له ځانګړتیا او لارو چارو سره بلد شوي
دوی ویل که د امادګۍ پوهنځی وتړل شي د وروسته پاتې ولایتونو د زده کوونکو پرمخ به د لوړو زده کړو دروازې هم وتړل شي.
د لوړو زده کړو وزارت وايي کانکور ته د امادګۍ مرحله د لا معقولیت په خاطر د پوهنې وزار ت ترغاړې شوې او دا وزارت مکلف دی چې د پوهنتونونو ازموینې ته وړ زده کوونکي معرفي کړي.
د زده کوونکي دامادګۍ مرحله د پوهنې وزارت ترغاړې شوې
د دې وزارت ویاند فیصل امین ازادي رادیو ته وویل:
"د اماده ګۍ دوره لغوه شوې نه ده، بلکې د یو تفاهم له مخې چې د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت ترمینځ وشو، د زده کوونکي دامادګۍ مرحله د پوهنې وزارت ترغاړې شوه، د لوړو زده کړو وزارت مسوولیت ترلیسانس پورې دی، بیاهم د لوړوزده کړو وزارت د کانکور د راهنمايئ په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی."
د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس کبیر حقمل ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه په دې اړه د حکومت پرېکړه نه ده وررسېدلې او که دا وزارت دې کار ته مکلف شي په ښه توګه به يې تر سره کړي.
د لیرې پرتو ولایتونو د ښوونځیو او لیسو زده کوونکي وايي، د ناامنیو له امله د دوی د زده کړو نظام له ستونزو سره مخ دی.
د چاروپوه عبدالرزاق دوست وايي، حکومت مکلف دی چې زده کوونکو ته د ښوونې او روزنې لازم شرایط برابر کړي.
راپور: خان محمد سیند