کلنټن او ټرمپ په نیو جرسي ایالت کې زیاتې رایې ګټلې

د ډیموکراټ ګوند هلري کلنټن او د جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ د مقدماتي ټاکنو په لړ کې په نیوجرسي ایالت کې زیاتې رای ګټلي دي.

په نیو جرسي کې تر کامیابۍ وروسته دواړه کاندیدان د سپینې ماڼۍ لپاره په خپلوکې سیالۍ ته نور هم نږدې شوي دي.

امریکايي تلویزونونو په ساوت ډیکوټا او نیو مکسیکو کې هم د ډونالډ ټرمپ د بریالیتوب خبر ورکړی دی.

ډونالډ ټرمپ او هلري کلنټن لا دمخه د زیاتو انتخاباتي هئیتونو په ګټلو سره د خپلو ګوندونو لخوا د امریکا ولسمشرۍ ته زیات احتمالي کاندیدان بلل شوي دي.