هیلري کلنټن په پورتوریکو کې د ډیموکراټ ګوند خپل منځي انتخابات وګټل.
کلنټن پرون په کالفورنیا کې د ډیموکراټ ګوند په خپلمنځیو ټاکنو کې ګډون وکړ.
دې په روانو ټاکنیزو مبارزو کې۲۳۰۰انتخاباتي هیاتونه ګټلي او رسماً د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدۍ حق ترلاسه کولو ته ډیره نږدې شوې ده .
کهدا په کالیفورنیا کې هم د ډیموکراټ ګوند په کاندیدانو کې زیاتې رایې واخلي، د دې ګوند له لوري د رسمي کاندیدۍ ادعا کولای شي.
دا به ښايي د ولسمشرۍ لپاره د ټاکنو په وروستۍ مرحله کې د ډونالډ ټرمپ په وړاندې چې د جمهوري غوښتونکو له لوري د رسمي کاندید په توګه د معرفي کېدو امکان یې زیات لیدل کیږي، ودریږي.