د بلخ یو شمېر اوسېدونکو د عطا محمد نور د لېرې کېدو غوښتنه وکړه

د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکو نن د یوه مظاهره په ترڅ کې د دغه ولایت د سرپرست د لرې کېدو غوښتنه وکړه.

دغه مظاهر د بلخ ولایت د پنځو وکیلانو له لوري رهبري کېدله.

مظاهره چیانو په دې شعارونه سره چې موږ ټولنیز عدالت او متوازن انکشاف د بلخ د سیمه ییز حکومتوالۍ د رهبري پر لېرې کېدو ټینګار کاو.

مظاهره د مزارشریف ښار له ختیځ د فردوسي له چوک څخه پيل او د ولایتي شورا مخې ته په یوه پریکړه لیک سره پای ته ورسېدله.

تراوسه د بلخ سرپرست په دې اړه خپل نظر نه دې څرګند کړی.