هیلري کلنټن وايي، دونالډ ټرمپد هغه د عصبي حالت د څرنګوالي له امله، د امریکا جمهوري ریاست ته مناسب سړی نه دي.
د ډيموکراټ ګوند دې غړې د امریکا د جمهوري ریاست لپاره په کمپاینونو کې د خپل رقیب ډونالډ ټرمپ د بهرني سیاست نظریې په خطرناک ډول غیرمنطقي وبللې.
هلري کلنتن پرون پنجشنبې د بهرني سیاست په اړه په وینا کې څرګنده کړه چې ملیارډر ډونالډ ټرمپ داسې څوک دی چې امریکا او نړۍ نه پېژني.
هلري کلنتن زیاته کړه:
"هغه باید هیڅ کله د اټمي وسلې کود ترلاسه نه کړي ځکه دا فکرسخت نه دی چې ډونالډ ټرمپ به یوازې د دې لپاره چې یوڅوک بد ورباندې لګیدلی، موږ په جګړه کې ښکېل کړي."
کلنټن څرګنده کړه چې د بهرنۍ کړنلارې په اړه د ټرمپ خبرو ته حتې نظر نه شي ویلاي.