د امو سیند د اوبو پورته کېدو (طغیان) په بلخ ولایت کې سلګونه جریبه زراعتي ځمکې او لسګونه د استوګنې کورنه وران کړي دي.
په بلخ کې د کلدار او شورتپې ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې هر کال د واورې او بارن له ورېدو وروسته او د پسرلې د موسم په رارسېدو د امو سیند اوبه زیاتیږي او د طغیان له امله یې په سلګونه جریبه زارعي ځمکو ته صدمه رسوي.
حاجي عبدالرشید د شورتپې ولسوالۍ له قومي مشرانو څخه دی، هغه ازادي راډیو ته په خبرو وویل چې د یوې میاشتې راپه دې خوا د آمو سیند د اوبو پورته کېدنه پيل شوې او سربېره پردې چې سلګونه جریبه زراعتي ځمکه یې زیانمنه کړې د دوی د استوګنې کورونه یې هم ویجاړ کړي دي او د شورتپې او مزارشریف ترمنځ مواصلاتي لاره هم بنده شوې ده.
هغه وویل:
"اوبه زیاتې شوي، ډېر ځایونه یې ویجاړ کړي دي له مزارشریف سره یې د هغې ولسوالۍ مواصلاتي لاره بنده کړې ده، باید دولت ورته پاملرنه وکړي."
د عبدالرشید په خبره چې د یادې ولسوالۍ ۱۳ کلي د آمو سیند له لوري تر لوړې کچې ګواښ لاندې دي.
له بل لوري له شورتپې سره په سرحد کې پرته ولسوالۍ کلدار ده چې اوسېدونکي یې له ورته ستونزې څخه شکایت کوي.
ملا عبدالرحیم د همدې ولسوالۍ اوسېدونکی دی هغه محلي دولت د آمو سیند د غاړو په نه تحکیم کولو تورنوي او وايي چې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې ۵۰ کورونه په ۹ کلیو کې د سیند په اوبو لاهو شوي دي او کرنیزې ځمکې هم تخریب شوي.
ملا عبدالرحیم وايي:
"زموږ کورونه اوبو وړي دي، زموږ ځمکې تخریب شوي دي او دولت مو هم په غم کې نه د. دولت دې سیند تحکیم کړي."
د شور تپې آرق باتور، جوی وکیل، تاتارق او د کلدارې ولسوالۍ خواجه کاکل دار، کهنه کلدار او تازه آرق هغه سیمې دي چې په کې ډېرو کرنیزو ځمکو ته صدمه رسېدلې او ویجاړې شوي دي.
د بلخ ولایت سکتوري څانګې مشر ذبیح الله اختري د آمو سیند د اوبو د پورته کېدو (طغیان) په اړه وايي چې د یادې مسئلې حل د محلي حکومت له وسه نه دی پوره او دوی یې په وړاندې عاجز دي.
هغه وویل چې د آمو سیند د څنډو تحکیمات میلیونونو ډالرو ته اړتیا لري او په دې اړه یې مرکزي دولت هم وړاندیز کړی چې تر دې دمه یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.
اختري په دې اړه وویل:
"دا هغه ستونزه ده چې له کلونو راپدېخوا دلته موجوده ده او موږ یې وړتیا نه لرو چې تحکیم یې کړو، په دې برخه کې څو میلیونو ډالرو ته اړتیا لیدل کیږي چې مرکزي دولت ته وړاندیز شوې مسئله ده."
دا په داسې حال کې ده چې هر کال د آمو سیند د اوبو طغیان په سلګونه جریبه ځمکه د افغانستان په قلمرو کې دننه تخریبوي او داسې اندونه موجود دي که یادې ستونزې ته په موقع سره رسیدګي ونشي په راتلونکي کې به د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ سرحدي لانجې ته لمن ووهي.
مجیب الرحمن الرحمن