هیلري کلنټن د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه د کار پر مهال له شخصي ایمیل ادرسه د کار اخېستلو دفاع وکړه او ویې ویل چې مخکنیو وزیرانو هم دا کار کړی دی.
کلنټن چې د امریکا د جمهوري ریاست لپاره د ډيموکراټ ګوند د کاندیدانو په سر کې ده، پرون پنجشنبې د امریکا "سي،ان،ان" ټلویزیون ته وویل، دا مسئله نه پریږدي چې د دې پر انتخاباتي کمپاین منفي اغیز وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارود وزارت په یوه څېړنه کې ویل شوي چې له شخصي ایمیل ادرسه کار اخیستلو یو امنیتي خطر پېښ کړی و او د معلوماتو د ثبت له اصل سره هم مطابقت نه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مفتش د دفتر په رپوټ کې چې د چهار شنبې په ورځ افشا شو، ویل شوي چې کلنټن د دې ایمیل لپاره چې د معمول خلاف دی، اجازه نه وه اخېستې او ښايي اجازه نه وای ورکړل شوې.
په دې رپوټ کې ویل شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو بل وزیر کولن پاول هم د کار په موده کې له شخصي ایمیله کار اخېستی و.