کوټه: چاودنې دوه پوليس وژلي او ۷ نور یې ټپيان کړي

پرون ماځيګر په کوټه کې د پوليسو پر يوه موټر بمي حمله شوې چې دوه پوليس عسکر په کې وژل شوي او د څلورو پوليسو په شمول اووه تنه په کې ټپيان شوي دي.

د چاودنې مسؤليت کومې وسله والې ډلې نه دى منلى، خو د کورنيو چارو ايالتي وزير دا د ترهګرۍ پېښه بللې.

د سې شنبې په ماځيګر د کوټې ښار پر سپيني سړک د پوليسو يو ګزمه کوونکى موټر تر بمي بريد لاندې راغى چې په نتيجه کې يې د پوليسو په شمول اته تنه ټپيان شول.

د بلوچستان د کورنيو چارو ايالتي وزير ميرسرفراز بګټي د پېښې په ځاى کې رسنيو ته وويل چې ناڅرګندو کسانو د سړک له غاړې چاودېدونکي مواد ښخ کړي وو چې د پوليسو پر موټر د ريموټ کنټرول په وسيله ور چاودل شوي دي.

سرفراز بګټي دا د ترهګرۍ يوه پېښه وبلله:

"داسې ښکاري چې ترهګر يو ځل بيا د ترهګرۍ فعاليتونه کوي او پر اسانه اهدافو غلچکي بمي بريدونه کوي، خو دغه ترهګر په بلوچستان کې زموږ د امنيت د ټينګښت هڅې نه شي ناکامولاى"

د چاودنې له امله د پوليسو موټر په بشپړه توګه تباه شوى او په چاودنه کې ټپي کسان سمدستي د کوټې ملکي روغتون ته راوړل شول چې په هغوى کې دوو پوليسو د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه او د درو پوليس عسکرو په شمول شپږ تنه لا هم تر درملنې لاندې دي.

د دې بمي چاودنې مسؤليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى، خو په دې وروستيو کې چې په کوټه کې پر پوليس او ملېشه عسکرو کومې حملې شوې دي، مسؤليت يې د پاکستان وسله والو طالبانو منلى دى.

د يادونې وړ ده چې دوې اوونۍ وړاندې هم په کوټه کې د بلوچستان پوهنتون مخته پر پوليسو بمي حمله شوې وه چې په نتيجه کې يې دوه پوليس وژل شوي او د درو عامو کسانو په شمول درې تنه پوليس عسکر پکې ټپيان شوي وو.

راپور: بارکوال مياخېل