مرتضوي: د م.م پلاوی د افغانستان مهم مسایل او لاسته راوړنې ارزوي

د جمهور رییس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

افغان حکومت افغانستان ته د ملګروملتونو د امنیت شورا د پلاوي سفر مهم بولي.

د ارګ ماڼۍ یوه ویاند د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه پلاوی به په افغانستان کې د عمومي وضعیت او شوېو پرمختګونو ارزونه وکړي.

د افغانستان د ارګ ماڼۍ وايي، ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا يو پلاوی ډېر ژر د وضعیت د اروزنې په هدف افغانستان ته راشي.

د جمهور رییس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دغه پلاوی د راتګ د هرکلي ترڅنګ وویل چې پلاوی به د سفر پر مهال د افغانستان د مهمو مسایلو، پرمختګونو او لاسته راوړنو ارزونه وکړي.

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"جمهور رییس محمد اشرف غني په هغه کتنه کې چې د ملګروملتونو له عمومي منشي بانکي مون سره یې لرله افغانستان ته د امنیت شورا د پلاوي د راتګ خبره مطرح شوه، ښه ده چې د امنیت شورا د افغانستان له مسایلو خبره وي او د هېواد پرمختګونه او لاسته راوړنې له نږدې وګوري."

ښاغلي مرتضوي افغانستان ته د دغه پلاوي د راتګ د کره نېټې په اړه څه ونه ویل.

افغانستان ته د ملګروملتونو د امنیت شورا د پلاوي راتګ په قطر کې د جمهور رییس محمد اشرف غني او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون ترمنځ په لیدنه کې مطرح شوې و.

جمهور رییس محمد اشرف غني د ملګروملتونو د امنیت شورا له دغه پلاوي د هرکلي ترڅنګ دا ویلي و چې افغان حکومت اماده دی چې دغه پلاوی ومني.

بانکي مون هم هیله څرګنده کړې چې ژر به له افغانستانه لیدنه وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون هم هیله څرګنده کړې چې ژر به له افغانستانه لیدنه وکړي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو شمېر غړي بیا وايي چې د امنیت شورا له لوري په افغانستان کې د امنیت او سولې د موضوع جدي نیول مهم دي.

د دغه کمېسیون غړي جعفر مهدوي ازادي راډیو ته وویل چې نړۍ دا درک کړې چې د افغانستان ناامني پر نړۍ هم اغېز کوي او افغان حکومت باید په ټول جدیت په افغانستان کې د پاکستان له مداخلې دغه پلاوي ته شکایت وکړي.

جعفر مهدوي ازادي راډیو ته وویل چې نړۍ دا درک کړې چې د افغانستان ناامني پر نړۍ هم اغېز کوي

ښاغلي مهدوي زیاته کړه:

"دا لومړی ځل دی چې د امنیت شورا پلاوی د سولې او دوامداره امنیت په ارتباط افغانستان ته راځي، افغان حکومت باید د پاکستان مداخلې په جدیت وڅیړي او دغه پلاوي سره یې مطرح کړي."

افغانستان ته د ملګروملتونو د امنیت شورا د دغه پلاوي سفر په داسې حال کې کیږي چې وړاندې جمهور رییس محمد اشرف غني ویلي چې له حکومته د خلکو غوښتنه دا ده چې کابل باید له وسله والو مخالفینونو څخه د پاکستان د ملاتړ په غبرګون کې له دغه هېواده د امنیت شورا ته شکایت وکړي.

یو شمېر سیاسي کارپوهان د امنیت شورا د دغه پلاوی سفر له افغانستان سره د نړۍ د همغږۍ په معنا بولي.

د کابل پوهنتون استاد نجیب محمود وايي، نړۍ پوه شوې چې د وسله والو پټن ځایونه په افغانستان کې نشته او دغه هېواد د ځینو هغه هېوادونو د ګټو قربانی شوی چې ترهګر روزي.

راپور: محمد حدیث پردېس