د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۰۶

مون: تر ۲۰۳۰ دې د بې ځایه شویو خلکو شمېر نیمايي راکم شي


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون پر دولتونو، د سوداګرۍ چارو پر مشرانو، مرستندویه ډلو او مرستندویانو غږ وکړ چې تر ۲۰۳۰ کاله دې د هغو خلکو د شمېر د کمولو لپاره ژمنه وکړي چې په کور دننه بې ځایه شوي دي.

بانکي مون په استانبول کې د بشرپالنې سرمشریزې ته دغه راز په پرانیستونکې وینا کې وویل، موږ دلته یو چې یوه بل ډول راتلونکې جوړه کړو.

ښاغلی بانکي مون زیاتوي:

"زه تاسو هڅوم چې ژمنه وکړئ چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د کورنیو بې‌ځایه شویو شمېر نیمایي ته راکموی او هم به د کډوالو او بې‎ځایه شویو خلکو لپاره د مسؤلیتونو د مساوي وېشلو پر اساس ښې او اوږدمهاله حل لارې لټوئ."

د نړۍ د شاوخوا ۶۰ هېوادونو مشران په دغې دوه ورځنۍ سرمشریزه کې چې خبرې به یې د هغو خلکو اړتیاوو ته د رسیدګۍ پر لارو چارو څرخي چې جګړو او طبیعي پېښو زیانمن کړي دي، راټول شوي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سرمشریزې ته په وینا کې وویل چې هېواد یې د کډوالو د ستونزو د هوارۍ په برخه کې په عادلانه توګه د بار د وېشلو غوښتونکی دی.

ښاغلی اردوغان وايي:

"که د کډوالو دغه بهیر دوام وکړي، که هغه سوریایان، عراقیان یا نور خلک وي، موږ به د دغو خلکو پر مخ چې له بیرلي بمونو تښتېدلي، هغوی ته چې جدي ګواښ متوجه دی، هېڅکله هم خپل ورونه ونه تړو. زه غواړم چې پر دې مسئلې ډير تأکید وکړم."

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل وویل، د بشري مرستو په برخه کې ډېرې ژمنې شوي خو پروژو ته پیسې نه دي ورکړل شوي.

دا لومړی ځل دی چې د ننني عصر د ورځنیو ستونزو د هواري په مقصد د بشرپالنې دا ډول سرمشریزه جوړېږي.

ملګرو ملتونو هغه بشري ستونزې چې نن نړۍ ورسره مخامخ ده، له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو ناوړه ستونزې بللي دي.

د احصائیو له مخې اټکل کېږي چې په نړۍ کې ۱۲۵ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. په دې جمله کې شاوخوا ۶۰ میلیونه کورني بې‎ځایه شوي کسان هم شامل دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هیله وښوده چې دغه سرمشریزه به د یوه نوي پړاو پیل وي. هغه له ډېرو هېوادونو وغوښتل چې د عاجلو مرستو بار ته اوږه ورکړي.

ترکیې په خپله خاوره کې څه باندې درې میلیونه کډوالو ته چې اکثره یې د سوریې د کورنۍ جګړې څخه تښتېدلي، ځای ورکړی چې دغه شمېر ته په پام سره په نړۍ کې د کډوالو د کوربه‎توب له پلوه دا یو لوی هېواد بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG