مزیدي: د افغانستان د اساسي قانون ۹۲ مادې نقض شوي دي

د افغانستان د ازادۍ د کور په نوم یو بنسټ وايي چې له اساسي قانون څخه په ۹۲ ځایونو کې سرغړونه شوې ده.

دغه بنسټ د افغانستان د اساسي قانون د نقض په اړه د یوه څېړنیز راپور په خپرولو سره ویلي چې درې ګونه قوې په خاصه توګه حکومت تر ټولو ډېر اساسي قانون نقض کړی دی.

یاد بنسټ وايي د اساسي قانون په ۱۶۲ مادو کې یوازې ۲۱مه ماده چې د پلازمینې په توګه کابل معرفي کوي نه ده نقض شوې او له پاتې نورو نه په ۹۲ برخو کې سرغړونه شوې ده.
د دغه بنسټ چارواکو یاده خبره د اساسي قانون د نقض شویو برخو په اړه د یوې څېړنې د پایلو د خپرولو پر مهال کړې ده.

د دغه بنسټ څېړونکي علي اقا مزیدي د شنبې په ورځ د اساسي قانون د نقض په اړه د څېړنیز راپور د پایلو د لوستلو پر مهال وویل چې په دیارلسو کلونو کې اساسي قانون په خپله د حکومت یا اجرایه قوې له خوا ډېر ځله نقض شوی دی:

" په تېرو دیارلسو کلونو کې چې د دغه قانون له عمره تېریږي بې شمېره نقض شوی دی، خو د افغانستان د ازادۍ کور یوازې ۹۲ برخې موندلي چې له ۱۶۲ مادو یوازې ۲۱ ماده چې ویلي یې دي د افغانستان پلازمینه کابل ده څخه پرته د یاد قانون نورې ټولې مادې نقض شوي دي."

د افغانستان د ازادۍ د کور بنسټ په یاده څېړنه کې چې په "تېرو دیارلسو کلونو کې د اساسي قانون نقض" یې نوم ورکړی په اساسي قانون کې نقض شوې برخې، د نقض دلایل، خلاوې او ځینو خاصو امتیازونو ته چې بې سارې دي اشاره کړې ده.

په دې څېړنه کې ولسواکي، ښځو ته امتیازونه، د قومونو یادول، مذهبي آزادي، ډیموکراټيک بنسټونه او ځینې نور هغه برخې دي چې په اساسي قانون کې ډېر امتیاز ورته ورکړل شوی دی او ساری یې نه لیدل کېږي.

د یادې څېړنې ټولوونکي او ترسره کوونکي علي اقا مزیدي دا هم وویل چې ارګ مېشتي، د کابینې غړي، والیان، قومندانان او زورواکي د اساسي قانون د ناقضینو د لیسټ په سر کې دي.

په دې څېړنه کې د حامد کرزي په واکمنۍ باندې ډېره ملامتي اچول شوې چې قانون په کې ډېر تر پښو لاندې شوی او ویل شوي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې اړه له وضاحته ډډه کړې ده.

د افغاستان د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون بیا د ازادۍ د کور د بنسټ له وروستۍ څېړنې سره موافق نه دی.

د دغه کمېسیون مرستیال لطف الرحمن سعید د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په ځینو برخو کې قانون نقض شوی خو نه په هغې اندازې چې په یاده څېړنه کې ترې یادونه شوې ده:

"موږ منو چې اساسي قانون په تېرو دیارلسو کلونو کې نقض شوی دی، خو په دې اندازه چې یواځې ۲۱ ماده نقض شوې نه ده او له نورو ټولو مادو سرغړونه شوې ده له دې اټکل ویلو سره موږ موافق نه یو."

د قانون له توشیح نه د ولسمشر ځان تېر ایستل، د انتخاباتو د نېټې نه مراعاتول، کوچیانو ته امتیاز ورکول، د موازي ادارو پرانیستل، د سرپرست وزیرانو د کار دوام، له محاکمې پرته د سیاسي بندیانو خوشې کول او اطلاعاتو ته نه لاس رسی په یاده څېړنه کې د قانون د نقض عمده بېلګې یادې کړي دي.

اخوا افغان قانون پوه فاروق بشر وايي چې د افغانستان د اساسي قانون نقض د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دورې پيل او تر دې دمه روان دی.

ښاغلي بشر وویل چې د افغانستان اساسي قانون د محتوا له پلوه ستونزه نه لري خو نه تطبیق یې جدي ستونزې پيدا کړي دي.

راپور: صفي الله ستانکزی