عزيز: افغان جګړه د زور په کارولو نه حلېږي

په بهرنيو چارو کې د پاکستان سلاکار سرتاج عزيز

په بهرنيو چارو کې د پاکستان سلاکار سرتاج عزيز وايي چې په ظاهره د افغان طالبانو پر ضد د زور په کارولو سره ښايي په افغانستان کې سوله راوستل ناشونې وي او ټينګار کوي چې د سولې راوستلو لپاره بايد کوښښونه جاري وساتل شي.

ښاغلى عزيزدا څرګندونې تر هغې وروسته کوي چې په دې وروستيو کې افغان ولسمشر په کابل کې د طالبانو تر خونړي بريد وروسته له پاکستانه وغوښتل چې له ژمنې سره سم دې د هغو وسله والو پر ضد عمليات وکړي چې له افغان دولت سره خبرو اترو ته نه حاضرېږي.

خو سرتاج عزيز د طالبانو پر ضد له زوره کار اخيستل او يا يې پر ضد عمليات د افغانستان د شخړې حل نه بولي او وايي چې جنګ جګړې په ١٤ کلونو کې هېڅ نتيجه نه ده ورکړې.

نوموړي د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې تر يوې غونډې وروسته له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، افغانستان غواړي چې د خبرو اترو هڅې ناکامېږي، نو پاکستان بايد له زوره کار واخلي.

ښاغلى عزيز وايي:

"توقع کېدله چې د سولې خبرې اترې به پيل شي او هلته به په مقامي کچه په ترهګرۍ او کورنۍ جګړه کې کمى راشي، خو له بده مرغه چې طالبانو پسرلني عمليات پيل کړي چې له امله يې[د سولې خبرې] لا نه دي پيل شوي. خو لکه څنګه چې تر دې دمه هغوى [طالبانو] کومه غټه سيمه نه ده نيولې، نو که حالات همداسې روان وي، نو موږ هيله من يو چې د سولې خبرې به پيل شي.افغانستان وايي چې خبرې اترې نه شروع کېږي، نو تاسو له کوم بل انتخابه کار واخلئ، خو موږ وايي چې پوځي انتخاب چې له تېرو ١٤ کلونو روان دى، خو هېڅ نتيجه يې نه ده ورکړې، نو د سولې او روغې جوړې انتخاب خو په درې څلور اوونيو کې نه شي ترلاسه کېدى، بلکې ته دې وخت پکار دى."

که څه هم افغان ولسمشر له پاکستانه په دې هېواد کې د مېشتو د هغو وسله والو پر ضد د عملياتو غوښتنه کړې چې له افغان حکومت سره د خبرو اترو مخالف دي، خو د ښاغلي عزيز له څرګندونو داسې برېښي چې پاکستان لا د طالبانو پرخلاف د عملياتو يا زور د کارولو په حق کې نه دى.

پاکستان لا د طالبانو پرخلاف د عملياتو يا زور د کارولو په حق کې نه دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا څلور اړخيزه کمېټه جوړه شوې چې تر دې دمه يې څلور غونډې شوي دي.

د دغې کمېټې د جوړولو پرېکړه د تېرکال په وروستيو کې په اسلام اباد کې د پاکستان په کوربه توب د افغانستان په اړه جوړ شوي اسيا زړه کنفرانس کې وشوه.

که څه هم دغې کمېټې تر دې دمه په کابل او اسلام اباد کې څلور ٤ غونډې کړي او د افغان حکومت له وسله والو مخالفينو يې غوښتي چې له حکومت سره خبرو اترو ته کېني، خو سربېره پر دې لا طالبان د خبرو مېز ته په راوستلو نه ده بريالۍ شوې.

راپور: ذبيح مومند