امریکايي تلویزونو خبر ورکړی دی چې سپینې ماڼۍ ته کاندید ډونالد ټرمپ د جمهوري غوښتونکو د خپل منځي انتخاباتو په ترڅ کې په انډیانا ایالت کې زیاتې رای ګټلي دي.
په همدي حال کې د ټرمپ جمهوري غوښتونکي سیال ټیډ کروز په انډیانا کې له ماتې وروسته له کاندیداتوري لاس په سر شوی دی.
د جمهوري غوښتونکی ګوند مشر له انتخاباتي د ټیډ کروز له وتلو وروسته ویلي ډونالډ ټرمپ به له دې ګوند څخه سپیني ماڼۍ ته احتمالي کاندید وي.
رینز پریبوس پر جمهوري غوښتونکو غږ کړی چې یو موټي شي او د ډیموکراټ ګوند کاندیدې هلري کلنټن ته د ماتې په ورکولو تمرکز وکړي.