په افغانستان کې د بې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره یو تفاهم لاسلیک شو

د افغانستان د حج اوقاف او د پوهنې وزارتونو ترمنځ په هېواد کې د بې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره د همکاریو تفاهمنامه لاسلیک شوه.

د دغه تفاهمنامې د لاسلیک په مراسمو کې د حج او اوقافو وزیر فیض محمدعثماني وویل چې له دې وروسته به په جوماتونو او تکیه خانو کې د سواد د اهمیت په اړه تبلیغ کیږي.

په عین حال کې د پوهنې وزیراسدالله حنیف بلخي وویل چې دوی هڅه کوي چې په هېواد کې د بې سوادي کچه راټیټه کړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو په اساس دامهال هېواد ۳۸ سلنه وګړي بې سواده دي.