عراق: د غبرګو موټر بم چاودنو له کبله د وژل شويو شمېر ٣٢ ته ورسېد

د عراق په جنوب کې نن د غبرګو موټم-چاودنو له کبله د وژل شويو کسانو شمېر ٣٢ ته ورسېد.

امنيتي او روغتيايي چارواکي وايي په دغو چاودنو کې چې مسووليت يې د اسلامي دولت ډلې يا داعش منلى، تر ٧٠ زيات نور کسان ټپيان شوي دي.

لومړۍ چاودنه نن ماسپښين د عراق د جنوبي ښار سماوة په مرکزي برخه کې د بس موټرو يوه تمځاى ته نژدې وشوه. پنځه دقيقې وروسته د لومړۍ پېښې له ځايه ٤٠٠ متره ليرې بله بمي چاودنه وشوه.

پرون بيا له بغداد نه بهر په يوه موټربم چاودنه کې درويشت کسان وژل شوي وو.

داعش ډله تر ډېره د عراق د شمال او لوېديځ پر ځينو سني مېشتو سيمو کنټرول لري.

په جنوبي ولايتونو کې پر شيعه مېشتو سيمو دغسې حملې کمې کېږي.