فوټبال: اتلتیکو مادرید د بایرن مونیخ لوبډلې ته ماته ورکړه

د اروپا د اتلانو د فوټبال د غوره لیګ په سیالیو کې د اتلتیکو مادرید ټیم وکړای شول چې د بایرن مونیخ ټیم ته ماته ورکړي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا د معلوماتو په اساس په دې سیالیو کې چې نیمه پایلوبه وه اتلتیکو مادرید یو پر صفر بایرن مونیخ ټیم ته د هسپانیې د مادرید ښار په ویسنیټه کالدرون سټډیوم کې ماته ورکړه.

دغه دوه ټیمونه به راتلونکې سې شنبې د نیمه پایلوبې دویم دور د جرمني په مونیخ ښار کې ترسره کوي.