ټرمپ او کلنټن د تېرې ورځې مقدماتي انتخاباتو کې مخکې شوي

جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ په پنځو شمال ختيځو ايالتونو او ډیموکراټې هیلري کلینټن په څلورو ايالتونو کې د راتلونکو ولسمشرۍ انتخاباتو په مقدماتي ټاکنو کې د خپلو ګوندونو دننه برياوې ترلاسه کړي دي.

د کانديداتورۍ په سيالۍ کې دواړه کانديدان په خپلو ګوندونو کې مخکې دي.

د ټلويزيونونو د اټکل له مخې ټرمپ په پنځو ايالتونو کنکټيکټ، ميريلنډ، پنسيلوانيا، ديلاوير او رهود ايلنډ کې په پرونيو مقدماتي انتخاباتو کې په اسانۍ برياترلاسه کړه

په همدې حال کې هیلرې کلېنټن هم په ميريلنډ، ديلاوير، پنسيلوانيا او کنکټيکټ ايالتونو کې بريا خپله کړې ده.

برني سندرز هم په رهوډ ایلنډ کې بری تر لاسه کړی دی.

هیلیري کلینټن او ډونالډ ټرمپ په دې بریالیتوبونو سره د امریکا د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره وروستیو انتخاباتو کې د ګډون پر لوري ځان ته لاره نوره هم هواره کړه.

د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د همدې کال په نوامبر میاشت کې کیږي.