د سوریې دولتي رسنۍ وايي، د دوشنبې په ورځ د دمشق په جنوبې څنډه کې د پوځ پر یوې پوستې په موټرې بمي برید کې لږترلږه پنځه کسان وژل شوي او شل نور ټپیان دي.
سنا خبري اژانس وايي، دې ځان وژونکې بریدګر وروسته له هغې خپل موټر ته چاودنه ورکړه چې د پوځي پوستې د یوه سرتیري له خوا وپیژندل شو.
چاودنه د سیده زینب په نوم سیمه کې شوې چې د حکومت یو پوخ مورچل ګڼل کېږي.
په بریتانیا کې میشتې د سوریې د څار ډلې د وژل شوېو کسانو شمېر اته تنه ښودلی دی.
د سیده زینب سیمه کې چې د شیعه مسلمانانو یو مهم زیارت هم په کې دی د دې بمي چاودنې مسولیت د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی.
په دې سیمه کې د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې پر پوځي تالاشیو دا ډول بمي چاودنو نژدې دوه سوه کسان وژلي وو.
د دې بریدونو مسولیت هم د داعش ډلې پر غاړه اخیستی وو.
په عین حال کې پرون په حلب کې یاغیانو د حکومت تر واک لاندې دوو سیمو باندې توغندي ورولي چې د دولتي رسنیو په وینا یې نهه کسان وژلي.
په حلب کې د اپوزیسون فعالان وايي، پر هغو سیمو چې د یاغیانو په لاس کې دي د حکومت له خوا د توغندیو په ګوزارونو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.
فعالان او دولتي رسنۍ وايي په حلب کې د جګړې په وروستیو څلور ورځو کې لږ تر لږه شپیته کسان وژل شوي دي.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازي (چې په جینوا کې د سوریې د حکومت او یاغیانو ترمنځ غیرې مستقیمې خبرې مخته بیايي ) خبرداری ورکړی چې د تاوتریخوالي زیاتیدو دغلته هغه اوربند له خطر سره مخ کړی چې د فیبرورۍ د وروستیو راهیسې ټینګ شوی.