د بهرنیو اجیرانو سره د خبرو هېڅ لار نه شته

Your browser doesn’t support HTML5

جمهور رییس محمد اشرف غني وايي چې که د افغانستان لپاره د پاکستان په لیدلوري کې تغییر ونه لیدل شي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته به مراجعه وکړي. ښاغلي غني د ملي شورا غړو یوې فوق العاده غونډې ته وویل چې نور د پاکستانه د سولې د راوستلو تمه نه لري خو نوموړی هېواد باید د څلور اړخیزو غونډو په ژمنو عمل وکړي.