د هسپانیا د اتلانو غوره لیګ په سیالیو کې د ریال مادرید ټیم وکړای شول چې د رای وال کانو ټیم ته ماته ورکړي.
د فوټبال نړيوال فدراسیون یا فیفا د معلوماتو پراساس ریال مادرید وکړای شول چې درې د دوه په وړاندې د راې وال کانو له ټیم څخه بریا خپله کړي او همدا رنګه د بارسلونا ټیم د سپورتینګ خې خونګ ټیم ته ۶ د صفر په وړاندې ماته ورکړه.