امریکا له پاکستانه غوښتي چې حقاني شبکې ته نور تحمل ونه کړي

هندوستان ټایمز ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې لیکلي دي چې نن امریکا اندېښنه څرګنده کړه چې پاکستان د حقاني شبکې په څېر ډلو ته بیا هم له زغمه کار اخلي.

د ورځپاڼې په باور امریکا دا موضوع د اسلام اباد له چارواکو سره د کابل د سې شنبې د ورځې له برید وروسته مطرح کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې الیزابت ټریډو وویل چې موږ بیا بیا د پاکستان د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره خپله اندېښنه د افغان طالبانو په برخه کې شریکه کړې ده او ورته ویلي مو دي چې اسلام اباد د حقاني شبکې په څېر ډلو په برخه کې چې د پاکستان له خاورې فعالیت کوي، له زغمه کار اخلي.

د سې شنبې په ورځ په کابل کې په خونړي برید کې ۶۴ تنه ووژل شول او شاوخوا ۳۴۷ ټپیان شول.

افغان حکومت د لومړنیو څېړنو له مخې وویل چې دا حمله حقاني شبکې د بهرنیو استخباراتو په مرسته کړې ده.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډيو ته وویل:

"لومړني معلومات ښيي چې دا یوه پېچلې حمله وه، دا حمله د بهرنیو استخباراتو له همکاري څخه نه شي کېدای، هغه بهرنۍ استخباراتي کړۍ چې له افغانانو سره دښمني لري، د هغوی سرچیني او ادرسونه معلوم دي، له شک پرته دا طرحه په پاکستان د حقاني شبکې له خوا پلان شوې او دلته عملي شوې ده."

هندوستان ټایمز ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې دا خبره هم رااخیستې ده چې وایي، موږ د پاکستان پر حکومت فشار راوستی دی چې د ترورستانو د ډلو تر منځ توپیر ونه کړي.

الیزابت ټریدو زیاته کړه چې پاکستاني چارواکو په دې برخه کې ژمنې کړې دي چې توپیر نه کوي او واشنګتن بیا هم پر دوی غږ کوي چې خپلې ژمنې پر ځای کړي.