د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

نیویارک ټایمز :په نړېوال جهاد کې د پاکستان لاس


په نړېوال جهاد کې د پاکستان لاس،دا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوې لیکنې عنوان دی چې پرون یې چاپ کړې ده.

په دې لیکنه کې، چې مشهور ژورنالیست کارلوته ګال کښلی، ویل شوي: ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو څو وروستیو مرکو کې خبرداری ورکړی چې که له پاکستان او طالبانو سره خبرې تر راتلونکو څو میاشتو پورې نتیجه ورنه کړي، په روان ۲۰۱۶میلادي کال کې د افغانستان بقا له خطر سره مخامخ ده.

تېرکال د طالبانو له لوري د حملو له سختېدو وروسته چې له ۲۰۰۱ څخه راوروسته تر ټولو زیاتې مرګ ژوبلې په کې پېښې شوې او اکثره تلفات په کې ملکیانو ته واوښتل، ښاغلي غني ویلي چې افغانستان ته یې بد ګوزار ورکړی دی.

ښاغلي غني په خپله وروستۍ تلویزیوني مرکه کې وویل، په افغانستان کې د حالاتو ښه کېدا د سیمه ییزې همکارۍ له اندازې او د هېوادونو ترمنځ د لوبې د قواعدو د رامنځته کولو لپاره له نړېوال فشار سره تړاو لري.

نیویارک ټایمز لیکي:

د افغانستان د ولسمشر هدف هغه فشار دی چې پر پاکستان راوړل کېږي څو له مداخلو لاس واخلي.

د نیویارک ټایمز د مقالې لیکوال همدا راز لیکي، د افغانستان د حکومت منتقدان وايي، چې د افغانستان وضعیت د پاکستان له کبله نه بلکې د افغانستان د حکومت د ناکامیو له امله دی. یعنې سیاسي تفرقه، کمزورې ادارې، جګړه ماران او فساد.

خو ورځپاڼه وايي، متخصصان زیات شواهد لري چې پاکستان په حملو کې له طالبانو سره مرسته کوي.

د نیویارک ټایمز له لیکنې سره سم، پاکستان نه یوازې په افغانستان کې بلکې د څو نورو هېوادونو په جګړو کې هم لاس لري.

د پاکستان استخبارات له ډېر وخته را په دې خوا د هغو نړېوالو ډلو کنټرول او اداره په لاس کې لري چې ځان ته جهادي وايي.

د دغو ډلو اکثره سني مذهبه دي او ان ګومان کېږي چې پاکستان د داعش په ظهور کې هم لاس لري.

نیویارک ټایمز یادونه کوي چې پاکستان په خپله خاوره کې القاعده، حقاني شبکې او نورو سخت دریځو ډلو ته له پناه ورکولو انکار کوي خو په ۲۰۱۴ میلادي کال د سخت دریځو پر ضد د عملیاتو یادونه کوي.

د ورځپاڼې د لیکوال په باور ښايي تر ټولو د زیاتې اندېښنې وړ خبره د داعش په رامنځته تګ کې د پاکستان رول وي.

د ورځپاڼې پر اساس، په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو تر پیلېدو مخکې په لسګونو او ان په سلګونو بهرني جګړه مار له دې سیمې د بشار اسد د رژیم پر ضد د سوریې جګړې ته لاړل.

د سیمې قومي مشران وايي، د طالبانو غړي له دې ځایه کوټې ته لاړل او بیا په الوتکه کې قطر ته لاړل.

په قطر کې د پاسپورت له ترلاسه کولو وروسته ترکیې ته روان شول او له هغه ځایه سوریې لاړل.

یو شمېر نور له پاکستان څخه د مځکې له لارې ایران او بیا عراق ته لاړل.

نیویارک ټایمز وايي، که دا معلومات سم وي، معنا یې دا ده چې پاکستان له قطر او ښايي له نورو هیوادونو سره د ۳۰۰ پاکستانیانو په شمول له قبایلي سیمو څخه د سني سختدریځو په لېږدولو کې مرسته کړې ده.

نیویارک ټایمز د یوه پاکستاني چارواکي په قول، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، لیکلي چې دا پر جهادي ډلو د پاکستان د کنټرول یو بل ثبوت دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د لیکنې په پای کې یادونه شوې چې تراوسه پوري هیچا پاکستان د خپلو دا ډول کارونو په خاطر مسوول او ملامت نه دی بللی، نو په داسي حال کې پاکستان ولي له دې ډول کړنو لاس واخلي؟

ډیپلوماټ خپرونې هم په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یوه لیکنه خپره کړې او په هغې کې یې د سولې لپاره پر هلوځلو تمرکز کړی دی.

دیپلومات د افغانستان د سولې د عالي شورا د سرپرست عبدالحکیم مجاهد له قوله لیکلي چې د دغو هڅو لومړی ګام د سولې د خبرو لپاره د یوې نقشې جوړول دي، دوهم ګام خبرو ته د وسله والو مخالفانو رابلل او وروستی ګام د سولې د پلان تطبیق دی.

دیپلومات نشریې دا هم لیکلي چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په وروستۍ مرکه کې ویلي چې هند، ایران او روسیه دې د افغانستان د سولې په پروسه کې ونډه ولري.

XS
SM
MD
LG