تهران کې د افغانستان سفارت مخې ته د ستایش په یاد غونډې مخه نیول شوې

Your browser doesn’t support HTML5

د ایران پولیسو پرون په تهران کې د هغې غونډې مخه ونیوله چې د وژل شوې افغانې ماشومې ستایش قریشي په یاد په پام کې وه. ۶ کلنه ستایش لس ورځې مخکې تهران ته نږدې په ورامین سیمه کې د یوه ۱۷ کلن ایراني هلک له خوا له جنسي تجاوز وروسته ووژل شوه