د نورو ورځو په پرتله اوس مهال په کندز کې وضعیت نورمال دی

Your browser doesn’t support HTML5

د کندز ولایت یوشمېر اوسېدونکو له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د تېرو څو ورځو په توپېر اوس مهال په دې ښار کې وضعیت کاملاً نورمال دی او ټول خلک پر خپل کار و بار مصروف دي. د دې ولایت اوسېدونکي له مرکزي حکومته غواړي، څو د دې ولایت شاوخوا سیمې د وسله والو طالبانو له شتونه تصفیه کړي چې د کندز ښار د سقوط له ګواښ څخه وژغورل شي.ویډیو: اجمل آرین