د نګرنو قره باغ اوربند ګڼو هېوادو ته په اقتصادي لحاظ هم مهم دى

په نګرنو قره باغ لانجمنه سيمه کې ټينګ شوي اوربند له دغه ځايه د تېرو شويو نلليکو خونديتوب ته هيلې زياتې کړې دي.

دغه نلليکې ګاونډيو هېوادونو او تر يوه حده اروپا ته مهمې ګڼل کېږي.

ويل کېږي هغه اوربند چې د سې شنبې په ورځ په سيمه کې نافذ شو، تر ډېره رعايت شوى دى.

روانه اوونۍ په نګرنکو قره باغ سيمه کې د ارمني او اذري قواوو ترمځ جګړې، په دې بېلتونپاله سيمه کې د يوه لوى بحران اندېښنې زياتې کړې وې.

د انرژۍ په نړېوال تجارت کې د قفقاز سيمې رول، دغه راز د اذرباييجان او ارمنستان ترمنځ زياتېدونکو شخړو د سيمې قدرتونه هم اړ ايستي، څو هغه اوربند چې د سې شنبې په ورځ په دې لانجمنه سيمه کې نافذ شو، له نژدې وڅاري چې ايا رعايتېږي که څنګه؟

روانه اوونۍ په نګرنکو قره باغ سيمه کې د ارمني او اذري قواوو ترمځ جګړې، په دې بېلتونپاله سيمه کې د يوه لوى بحران اندېښنې زياتې کړې وې.

هغه دوې نلليکې چې د اذرباييجان له لوېديځې برخې د قفقاز له طريقه تېل او ګاز لېږدوي، لانجمنې سيمې نګرنو قره باغ ته نژدې پرتې دي.

نګرنو قره باغ په اذرباييجان کې دننه پرته ده، خو په خټه ارمنيان ورباندې کنټرول لري.

د هر ډول شخړې پراختيا ښايي دغه دواړه نلليکې له خطر سره مخامخې کړي.

په قبرس کې د نيکوسيا پوهنتون د انرژۍ، جيوپولټيک او اقتصاد استاد تيودوراس څاکيريس ازادي راديو ته وويل، هر ډول شخړه به پر دغو نلليکو اغېز وکړي:

"نګرنو قره باغ سيمې ته د يوې بلې بالقوه جګړې د لمن غزېدل ښايي پر دواړو نلليکو اغېز وکړي. دواړه اول د اذرباييجان او بيا د ترکيې لپاره اوله درجه، ورپسې اروپا او د نړيوال اقتصاد لپاره تر يوه حده اهميت لري."

هغه نلليکه چې د باکو له ختيځ نه د ترکيې جيحان ته غزېدلې، د ورځې د يو میليارد بېرلو په اندازه تېل انتقالوي؛ ډېره برخه يې اروپا او يوه اندازه يې اسرائيلو ته ځي.

بل خوا د کسپين سمندرګي د ٩ مليارد مترمکعب په اندازه ټول طبيعي ګاز د اذرباييجان له ختيځ نه د ترکيې مارکيټونو ته ځي.

د ارمنستان پوځ له روسيې او اذرباييجان له ترکيې سره د امنيتي او ستراتيژيکو همکاريو موافقه لاسليک کړې ده.

دا مسئله ښايي د مسکو او انقرې ترمنځ چې له مخکې يې اړيکې خړې پړې شوې دي، د مقابلې سبب شي.

دغه اړيکې د سوريې په مسئله کې د روسيې د دخالت او په نوامبر مياشت کې د ترکيې له خوا د يوې روسۍ الوتکې د ويشتلو له کبله زيانمنې شوې دي.

اذرباييجان او د ناټو تړون غړي هېواد ترکيې په ٢٠١٠میلادي کال د ستراتيژيکو همکارېو او دوه اړخيز ملاتړ تړون لاسليک کړ، له مخې يې دواړو هېوادونو موافقه کړې چې پر هر يوه د کوم پوځي يرغل په صورت کې به يو د بل په ملاتړ ټول پوځي امکانات کاروي.

ارمنستان بيا له روسيې سره امنيتي تړون لاسليک کړى دى.

د پخواني شوروي اتحاد تر ماتېدو وروسته د ډله ييز امنيت په نوم دغه تړون په ١٩٩٢میلادي کال د روسيې او د پخواني شوروي اتحاد له زياتو غړو هېوادونو له دې جملې اذرباييجان سره لاسليک شوى دى.

راپور: صالح محمد صالح