یونان ترکیې ته د کډوالو د لومړې ډلې استول پیل کړل

یونان د اروپایي اتحادیې د پلان له مخې چې غواړي پر اروپا د بې ساري کډوالو بارکم کړي، ترکیې ته د کډوالو د لومړې ډلې استول پیل کړل.

د اروپایي اتحادیې د پولې د چارو ادارې فرونتیکس وویل، دوو کښتیو چې ترکي بیرغونه پرې رپېدل او ۱۳۱ کډوال په کې سپاره و، نن د یونان د لیسبوس له ټاپو حرکت پیل کړ.

دغه اداره ترکیې ته دغه کډوال بدرګه کوي.

په عین حال کې د لانجمن تړون له مخې نن له استانبول څخه جرمني ته د سوریایانو لومړنۍ ډله ورسېده.

۱۶ پناه غوښتونکي د جرمني شمالي ښار هانوویر ته په الوتکه کې له رسېدو وروسته د کډوالو د اوسېدو نږدې کمپ ته ولېږدول شول.

د اروپایي اتحادیې په چارو کې د ترکیې وزیر ولکان بوزکر په انقره کې د اروپایي اتحادیې او ترکیې ترمنځ د شوي تړون له مخې له یونان ترکیې ته د کډوالو د لومړې ډلې د بېرته استولو په اړه وویل:

"ترکیې ته په را رسېدلې ډله کې سوریایان نشته، په دغه لومړنۍ ډله کې عراقیان، پاکستانیان او بنګله دېشیان دي، کله چې سوریایان راورسېږي، موږ به یې نومونه ثبت کړواو د اروپایي اتحادیې چارواکو ته به ووایو چې څه شمېر سوریایان مو اخیستي او اوس تاسو ته په کار ده چې ورته شمېر سوریایان ومنئ، دغه میکانیزم په دې بڼه کار کوي."

ترکي چارواکو وویل، تمه کوي چې نن به شاوخوا پنځه سوه تنه تسلیم شي.

د اروپایي اتحادیي او ترکیي ترمنځ د شوي تړون له مخې انقره به د سوریانو په ګډون ټول هغه کډوال بېرته مني چې په غیر قانوني ډول یونان ته داخلېږي.

او اروپایي اتحادیه به هم په بدل کې له ترکیې په زرګونو سوریایي کډوال مستقیماً مني.

پردې سر بېره به انقرې ته د زیاتو مالي منابعو، له وخته مخکې له ویزي پرته د مسافرت کولو او په اروپایي اتحادیه کې د غړیتوب پرسر خبرو کې د پر مختګ امتیازات ورکول کېږي.