د بلخ په ځینو ولسوالیو کې د طالبانو فعالیتونه زیات شوي

د بلخ امنیتي چارواکې وايي چې د چهاربولک ولسوالۍ په سرحدي سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې په پایله کې اته تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او پنځه تنه نور یې ټپیان شوي دي.

د بلخ امنیت امر عبدالرزاق قادري ازادي راډیو ته ویلي دي چې جګړه د دواړو لورو ترمنځ تېره ورځ سهار پيل او تر دې دمه د چهاربولک او فیض اباد ولسوالیو په سرحدي سیمو کې دوام لري، د یادې جګړې په نتیجه کې دوه تنه پولیس هم وژل شوي او درې تنه نور یې ټپان دي.

له دې سره چې د بلخ په ناامنو ولسوالیو کې د دې ولایت سرپرست عطا محمد نور له خوا د طالب وسله والو د ځپلو په مقصد عملیات ترسره شول، خو په دې وروستیو کې د طالب وسله والو فعالیت په بلخ ک نسبت بل هر وخت ته زیات شوی دی.

د بلخ چهار بولک ولسوالۍ د دوو ورځو راپدېخوا د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو د جګړې شاهده ده.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکې شکایت کوي چې د تېرې ورځې راپدې جګړه د چهاربولک او فیض اباد ولسوالۍ په سرحدي سیمو کې دوام لري چې له امله یې په لبک او کوشکک سیمو کې د ماشومانو پر مخ ښوونځي تړل شوي او صحي مراکز هم بند دي.

کریم د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ اوسېدونکې دی وايي چې جګړه لومړی طالب وسله والو پیل کړه او د مزارشریف – چهاربولک په سړک یې د پولیسو پر ګزمه برید وکړ چې په کې یو پولیس ووژل شو او یو بل ټپي شو.

د بلخ امنیت امر عبدالرزاق قادري ازادي راډیو ته وویل چې په دې جګړه کې وسله والو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې چې ۸ تنه یې وژل شوي او ۵ تنه نور یې ټپي شوي دي.

هغه یې په اړه وویل:

"جګړه تېره ورځ سهار پیل شوه او هغه هم کله چې طالبانو د پولیسو پر ګزمه حمله وکړه او یو تن یې وواژه او بل یو یې ټپي کړ."

له بل لوري د بلخ امنیتي چارواکي وايي چې د چهار بولک ولسوالۍ او د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د طالب وسله والو سره د جګړې په نتیجه کې دوه تنه ملي پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د بلخ امنیت امر عبدالرزاق قادري ازادي راډیو ته وویل چې په دې جګړه کې وسله والو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې چې ۸ تنه یې وژل شوي او ۵ تنه نور یې ټپي شوي دي.

قادري یې په اړه زیاته کړه:

"د جګړې په پایله کې اته تن طالب ووژل شول پنځه تنه نور یې ټپیان شوي او زموږ سرتیري هم دوه تنه وژل شوي او درې ټپیان دي."

مخکې هم د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ قومي مخورو شکایت درلود چې وسله وال مخالفین په دې ولسوالۍ کې پراخ حضور درلود او ګډه ګور،جوی شور، پنج دره او د چمتال په نیمې ولسوالۍ یې ولکه ټینګه کړې وه او له هماغې ولسوالۍ یې د چاربولک نورو سیمو ته ګواښ پېښ کړی و.

د یادولو ده چې تر دمه د یادې جګړې په طالب وسله والو څه نه دي ویلي.

مجیب الرحمن حبیب زی