د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

بلخ: د غیرمسووله وسله والو په نښته کې۴ تنه وژل شوي


په بلخ ولایت کې د دوو غیر مسووله وسله والو قومندانو ترمنځ د وسله والې نښتې په ترڅ کې ۴ تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د بلخ د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي چې د یادې پېښې د څېړلو لپاره یې سیمې ته تحقیقاتي پلاوی استولی او ډېر ژر به د یادې پېښې عاملین د پولیسو له خوا ونیول شي.

د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې د یوې وسله والې نښتې په ترڅ کې څلورتنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.

په بلخ کې د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي چې یاده پېښه د چهارشنبې په ورځ درې بجې د شولګرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

د بلخ د امنیت امرعبدالرزاق قادري ازادي راډیو ته وویل چې یاده پېښه د دوو غیرمسووله وسله والو قومندانانو ترمنځ رامنځته شوې ده.

قادري وویل:

"دا پېښه د دوو غیر مسووله وسله والو قومندانانو ترمنځ رامنځته شوې ده او موږ د څېړنې لپاره سیمې ته پلاوی هم استولی دی."

د بلخ د امنیت امرعبدالرزاق قادري وايي چې د څلور تنو وژل شویو کسانو ترمنځ یو هم د سیمه ییزو پولیسو سرتېری دی.

ښاغلی قادري یې په اړه زیاته کړه:

"په دې پېښه کې تر دې دمه د ۴ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی دی چې یو یې سیمه ییز پولیس دی او دوه تنه نور هم پکې ټپیان شوي دي."

له سیمې څخه یوې سرچېنې د نوم د نه ښودلو په شرط آزادي راډیو ته وویل چې په ترسره شوې پېښه کې ټول وژل شوي کسان سیمه ییز پولیس دي او د نظام الدین په نامه د یوه پخواني جهادي قومندان له خوا ووژل شول.

د شولګرې ولسوال سراج الدین عابد آزادي راډیو ته وویل چې دا به مخکې له وخته وي ترڅو د څېړنو د بشپړېدو څخه مخکې نظام الدین د یادو کسانو په وژلو تورن کړو.

د یادولو ده چې تر دې دمخه د بلخ امنیې قومندان سید کمال سادات هم په دې ولایت کې د غیر مسوولو وسله والو د حضور په اړه اندېښنه ښودلې او له هغوی څخه یې د وسلو په راټولو تاکېد کړی دی.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG