د افغانستان د ملي شورا امنیتي مسؤلین وایي چې نن سهار پر یادې شوار درې راکټي حملې شوي.
د ملي شورا د امنیتي چارو مسؤل عبدالغفار غورځنګ رسنیو ته وویل چې له دغو راکټونو څخه یو یې د شورا د ودانۍ په یوه څنډه او دوه نور د ملي شورا شاوخوا لګېدلي دي.
ښاغلي غورځنګ زیاته کړه چې په دې پېښه کې د ملي شورا ودانۍ ته مالي زیان اوښتی، خو مرګ ژوبله یې نه لرله.
نوموړي وویل چې د پېښې په اړه جدي څېړنې پیل شوي دي.
پر ملي شورا دا راکټونه په داسې حال کې راغلي چې نن د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ملي امنیت ریاست سرپرست او د دفاع وزارت لوی درستیز په دې ورستیو کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو په خاطر ولسي جرګې ته استجواب شوي و.
د یادونې وړده چې مخکې هم پر یادې شوار د وسله والو طالبانو له خوا دوه ځلې وسله والې ډله ییزي انتحاري حملې شوي وې.
د دې برید مسؤلیت هم وسله والو طالبانو منلی دی.