د لوی پکتیا د ځوانانو د بېلابېلو ټولنو ګډه جرګه وایي، په دولتي ادارو کې له دوی سره دوه ګونی او توپيري چلند کیږي.
دغه ځوانان وايي چې پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر تکړه او کدري ځوانان لري خو نه تیر او نه هم اوسني حکومت ورته په مهمو پوستونو کې ځای ورکړی دی.
افغان ځوانان تل د بې کارۍ له زیاتوي شکایت کوي، خو د لویې پکتیا د ځوانانو د بېلابېلو ټولنو جرګه وایي، په دولتي ادارو کې د نورو ولایتونو د ځوانان په پرتله له دوی سره دوه ګونی چلند کیږي.
د لویې پکتیا د ځوانانو په جرګه کې د پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر یو شمېر ځوانان غړیتوب لري او دوی د یکشنبې په ورځ خپل اعتراض په کابل کې له رسنیو سره شریک کړ.
دوی وايي، د لويې پکتیا د ځوانانو خو لومړی په دولتي ادارو کې کم تر سترګو کېږي او که وي هم نو ورسره د بېلابېلو کړیو له خوا توپیریز چلند کیږي.
د دغې جرګې غړی او د ځدراڼو د شورا ریس زرین خان عادل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، که يې غږ يې وا نه وریدل شو نو په مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.
ښاغلي عادل زیاته کړه:
"موږ هغه مدني حرکتونه کوو، په اطرافو مرکز کې به موږ لاریونونه وکړو، که بیا هم اصلاحات رانه شي موږ به د ټول افغانستان په سطحه یو مدني حرکت او تشکیل رامنځته کړو، ترڅو له دی حکومته ښه بدیل پیدا کړو، موږ د یو مثبت بدیل لپاره دا کار کوو."
دوی وایي، لویه پکتیا تکړه او کدري ځوانان لري او حکومت باید د نورو ولایتونو په څیر دوی ته هم په مهمو پوستونو کې د فعالیت زمینه برابره کړي.
د دغې جرګې غړی او د ځدراڼو د شورا ریس زرین خان عادل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، که يې غږ يې وا نه وریدل شو نو په مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.
د لوی پکتیا د ځوانانو د جرګې بل تن غړي حمدالله همدرد له ازادي راډيو سره په خبرو کې خپلې غوښتنې او انتقادونه داسې مطرح کړل:
"د پکتیا داسې ځوانان لرو چې هغه یې یا له کاره ویستلي دي او یا یې عادي پوسټونو ته ورکړي دي او یا زموږ هغه کدرونه چې له بهرنیو هېوادونو نه یې ماسټري راوړې او لوړې زده کړې لري او ښه استعدادونه لري، یوولس،دولس کاله کاري تجربه لري، ولې په تعصف سره باید واویم چې په ډیر یو عادي پوسټ باندې کار کوي چې هغوي د معینیت او ان د سفارتونو وړتیا لري."
له دې وړاندې بیا ځوانانو په بېلابېلو غونډو کې پر حکومت انتقاد کړی چې دوی ته یې د کار زمینه نه ده برابره کړې او همدا بې کاري اروپایي هېوادونو ته د ځوانانو د غیرقانوني مسافرت لوی لامل ګڼل کیږي.
حکومت له دې وړاندې تل د ځوانانو د ستونزو د حل ژمنې کړي، خو ځوانان شکایت کوي چې دغه ژمنې نه دي عملې شوي.
څه موده وړاندې د ځوانانو معینیت وویل چې د ځوانانو د ستونزو حل ته یې پنځه کلنه ستراتیژي جوړه کړې ده.
هڅه مو وکړه چې د لویې پکتیا د ځوانانو د اعتراض په اړه د جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست نظر را واخلو، خو څوک خبرو ته حاضر نه شول.
له دې وړاندې بیا چارواکو ویلي، د ټول هېواد ځوانان دوی ته یو شان حیثیت لري او د افغانانو ترمنځ هیڅ ډول توپيري چلند ته اجازه نه ورکوي.
ابراهیم صافی