د بروکسل په حملو کې نيول شوي کسان په ټروريستي جرمونو تورن شوي

د بلجيم څارنوالانو پرون اعلان وکړ، هغه درې کسان چې په بروکسل کې له حملو وروسته نيول شوي، اوس په ټروريستي جرمونو تورن شوي دي.

د سې شنبې په ورځ په بروکسل کې هغو حملو کې ٣١ کسان ووژل.

د رسنيو راپورونه وايي چې يو تورن شوى کس چې څارنوالانو فايکال سي معرفي کړى ښايي هغه کس وي چې شک کېږي د بروکسل په هوايي ډګر کې د ده د دوو ملګرو له خوا تر ځانمرګو بريدونو وروسته له هغه ځايه تښتېدلي و.

څارنوالان وايي د دغه کس کور د پوليسو له خوا تالاشي شوى، خو کومه وسله يا منجفره مواد يې نه دي په کې موندلي.

د بروکسل پوليسو وړمه ورځ درې کسان د وروستيو بمي بريدونو په تړاو دغه راز په پاريس کې د ممکنه تروريستي بريد په ارتباط- چې راپورونه وايي پوليسو د پنج شنبې په ورځ شنډ کړ- ونيول.

د بلجيم دولتي ټلويزيون وويل، يو نيول شوي کس د منفجره موادو بکس درلود.

بل تن پرون چې د الجزاير تبعه اوبلجيم ته مطلوب و، په ايټاليا کې ونيول شو، د ايټاليا رسنۍ وايي دغه کس د هغو حمله کوونکو له خوا چې د پاريس او بروکسل په حملو کې يې لاس درلود، د پېژندنې د جعلي اسنادو د تحقيق په تړاو ونيول شو.