د کرکټ د شل اوریز نړېوال جام په مسابقو کې تېرماښام هند پاکستان ته په ۶ وکټونو ماته ورکړه.
د دوه سرسختو سیالانو ترمنځ دا مهمه لوبه د کلکتې په نړېوال سټوډیم کې د زرګونو کتونکو په مخ کې ترسره شوه.
دا لوبه په کلکته کې د باران له امله له شلو اورونوڅخه اتلسو ته محدوده شوه.
پاکستان لومړی بیټینګ وکړ او په اتلسو اورونو کې يې د پینځو لوبغاړو په سوځیدو یو سل او اتلس منډې جوړې کړې .
د هند لوبه هم په پیل کې د پاکستان د تیز بالرانو پر وړاندې کمزورې وه خو هندي توپ وهونکي ویرات کوهلي په ۳۷ توپونو د ۵۵ منډو په جوړولو سره د هند ګټه او د پاکستان ماته یقیني کړه.
د هند او پاکستان ترمنځ ددې سیالۍ د کتلو لپاره د فیلمي نړی مشهور ستوری امیتاب بچن له خپلې کورنی،د کرکټ د ډګر پخوانی نړیوال ستوری سچین ټنډولکر او ګڼیر نور مشهور شخصیتونه راغلي وو.
دغه راز د اټومي وسلو لرونکو دغو دواړو حریفانو دا سیالي په دواړو هیوادونو او نړی کې میلیونونو کسانو د تلویزون له لارې ننداره کړه.