د هلمند په ګرشک کې وسله والو پر امنیتي پوستو حملې کړي

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ جګړه روانه ده.

د هلمند یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، نښته وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې وسله والو د بلوڅانو په سیمه کې د ملي اردو پر امنیتي پوستو حمله وکړه او نېږدې ۲۵ سرتېرو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

سرچینه زیاتوي چې په جګړه کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د وسله والو مخالفینو لاس ته ورغلي دي.

له بلې خوا د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مسوول محمد رسول ځاځی په سیمه کې جګړه تاییده وي، خو د تلفاتو په اړه څه نه وايي.