په ننګرهار کې امنیتي مسئولینو یو مشکوک وسله وال نیولی چې په جلال اباد ښار کې یې د ولایتي شورا د یوه وکېل پر کور د حملې د پلان لپاره د شاوخوا سیمې عکسونه اخیستل.
د ننګرهار دوالي د دفتر خبرپاڼه په دې ولایت کې د ملي امنیت ریاست په حواله وايي چې دا مشکوک سړی د دره نور ولسوالۍ اوسیدونکې دی.
خبرپاڼه وايي چې نیول شوي سړي د حملې پلان منلی خو نور جزئیات نه دی ورکړ شوي.