افغان حکومت: د سولې د خبرو لپاره هیڅ شرط نه مني

افغان حکومت وايي، د سولې د خبرو لپاره هیڅ شرط نه مني او ټولې خبرې د اساسي قانون په چوکاټ کې مخته بیايي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال سیدظفرهاشمي رسنیو ته ویلي چې افغان حکومت به د سولې په اړه ټول کېدونکې خبرې د اساسي قانون او د خلکو د غوښتنو له مخې وکړي هیڅ ډول له مخکې شرط ورته د منلو نه دی.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:

"د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې د خبرو په برخه کې هیڅ له مخکې شرط نه مني. ټول خبرې چې کیږي د اساسي قانون په چوکاټ کې د افغانستان د خلکو له غوښتنو سره سم کیږي."

ښاغلي هاشمي له افغان ولسمشرسره د پاکستان د پوځ د لوی درستیز راحل شریف د لیدنې په اړه هم وویل چې ښاغلي شریف د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د خبرو له پيل ملاتړ وکړ او ټینګار یې وکړ چې له تاوتریخجنو ډلو سره باید مبارزه وشي.

افغان چارواکي په داسې حال کې د سولې د خبرو په اړه د شرط د نه منلو خبره مطرح کوي چې تمه ده همدا اوونۍ په پاکستان کې د طالبانو له استازېو سره مخامخ خبرې وکړي.