حنیف اتمر پر یو لړ مسایلو د بحث لپاره ترکمنستان ته تللی

ټاکل شوې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار نن د ترکمنستان له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.

د ملي امنیت د شورا یوه خبرپاڼه وايي، حنیف اتمر پرون ماښام د یو ورځني سفر په هدف عشق اباد ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې ده چې نوموړی به نن د ترکمنستان د دفاع له وزیر او د ملي امنیت د شورا له رییس یایلیم بردي یف، او همدارنګه ددې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره وګوري.

تمه کېږي چې په دې لیدنو کې به د دواړو لورو ترمنځ د سیمې په سطحه د ترهګرۍ پر ضد په شریکه مبارزه، د ټاپي پر پایپ لاین، د اورګاډي پر پټلۍ او همدارنګه له ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا پر واریداتو خبرې وشي.

په دې سفر کې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره د منځنۍ اسیا په چارو کې کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد شاکر ګارګر هم ملګری دی.